تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله: ځینې هېوادونه ترهګرو ډلو کې توپیر سره لوی تاوان کوي
د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د افغانستان او منځنۍ اسیا څلورمه ناسته کې وویل، تېرو کلونو کې له ترهګرۍ سره په سیمه ییزه مبارزه کې ډېرې نیمګړتېاوې پېښې شوې او له امله یې یوازې یو نه بلکې ټول زیانمن شوي دي.
د هغه په خبره، د سیمې ټول خلک د ترهګرو ډلو په منځ کې دي، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې ډېره برخه د افغان ولس پر اوږدو بار ده.
"که څوک له قفقاز راځي او زموږ سره جګړه کوي، مشکل یې له موږ سره څه دی؟ ستونزه یې بل چرته ده".
ښاغلي عبدالله په دې برخه کې پر همکارۍ هم نیوکه وکړه.
"همکاري په ځینې برخو کې کمه ده، په ځینې برخو کې نشته او ځینې برخو کې چې د ترهګرو ملاتړ کېږي له ننګونو سره مخ ده".
که څه هم ډاکټر عبدالله عبدالله د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو افغان چارواکي تر ډېره پاکستان د وسلوالو ډلو پر ملاتړ تورنوي.
دوی وايي، که اسلام اباد د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو ډلو ملاتړ پرېږدي، نو د ترهګرۍ ضد جګړه به هم نتیجه و رکړي.
له طالب داعش غوره بلل
د افغانستان اجرایه رییس وايي، افغانستان له سوله ییز سیاست سره سره د "ترهګرو" ډلو ترمنځ توپیر نه کوي، خو ځینې هېوادونه د لنډ مهالو ګټو لپاره د طالب او داعش ترمنځ توپیر کوي.
"له یو څخه بل غوره بولي، دا تېروتنه ده او بیه یې لویه ده".
هغه وویل، یوه "ترهګره" ډله چې موخه یې د منځنۍ اسیا یو هېواد دی په افغانستان کې فعاله ده او بې ګنا افغانان وژني.
"دا زمینه ولې برابره شوه؟ ځکه چې طالبانو افغانستان نارام کړی دی او هغه هم د یو هېواد د ګټو د پرځایښت لپاره، نور مسله روښانه ده".
عبدالله عبدالله په دې برخه کې هم د کوم ځانګړي هېواد نوم نه اخلي، خو امریکايي چارواکي وايي، چې ایران او روسیه د داعش سره د مقابلې په پلمه د طالبانو ملاتړ کوي.
خو روسي چارواکو له طالبانو سره د وسلو د ملاتړ دا ډور څرګندوې رد کړې دي، مګر وايي، چې د سولې لپاره له دې ډلې سره تماس لري.
د افغانستان اسیا څلورمه ناسته
د افغانستان او منځنۍ اسیا څلورمه دوه ورځنۍ ناسته د جمعې په ورځ په بامیان ولایت کې پیل شوه.
په دې ناسته د سیمې هېوادونو چارواکي او کارپوهان له ترهګرۍ سره د مبارزې د همکارۍ پر څرنګوالي بحث کوي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز دا ناسته جوړه کړې او مشر یې داود مرادیان وايي، دا ډول غونډې د سیمې هېوادونو خپلمنځي پېژندګلوي او له ترهګرۍ سره مبارزه کې همکارۍ ته هڅوي.
دا ناسته په داسې مهال ده چې افغانستان له منځنۍ اسیا سره د اقتصادي اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.