د امریکا د دفاع وزیر: موږ له افغانستانه وتلو کې بېړه وکړه

د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتېس په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، د امریکا متحده ایالتونو او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونه لوړ شمېر ډېر ژر کم کړی دی.

د ښاغلي ماتېس تر خبرو وړاندې نن پنجشنبه (جون ۲۹مه) په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وویل، د ناټو سازمان غړي هېوادونه به څو زره پوځيان افغانستان ته واستوي.

د امریکا د دفاع وزیر د ناټو له غونډې لږ وروسته خبري ناستې کې وویل:" که شا ته وګورو، ډېری به دا ومني چې موږ خپل سرتېري وختي اېستلي، شمېر به مو یې له وخته وړاندې کم کړی وي."

ناټو چې په افغانستان کې کابو ۱۳ زره سرتېري لري، په دغه هېواد کې یې جنګي ماموریت د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پای ته رسولی دی.

اوس ناټو رسماً نه دي ویلي چې افغانستان ته څومره سرتېرې لېږي، خو د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ ناټو غواړي افغانستان ته ۳۰۰۰ نور سرتېري ولېږي.

د برتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون وايي، هېواد به یې افغانستان ته ۱۰۰ نور سرتېري واستوي.

دا چې د دغو سرتېرو دنده به څه وي، د ناټو عمومي منشي وویل، په افغانستان کې یې اصلي دنده د افغان ځواکونو روزنه او هغوی ته مشوره ور کول دي؛ ناټو به هیڅکله بیا په جګړه ییز ماموریت کې ښکېله نه شي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه چې د افغانستان په استازیتوب سرپرست دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په کې ګډون کړی دی.

ښاغلي ستولټنبرګ پخپلو خبرو کې وویل، د ناټو پنځلسو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږل منلي او ښايي د ورځې تر وروستیو یې شمېر نور هم لوړ شي.

برتانیا دمګړۍ په افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او مشوره بوخت دي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلاميرکل دوه میاشتې وړاندې د ناټو له منشي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، هېواد یې افغانستان ته نور ځواکونه نه لېږي.

جرمني په افغانستان کې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې سرتېري چې ډېری یې په بلخ ولایت کې مېشت دي.