تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جلال اباد کې د فساد ضد محکمې قاضي وژل شوی
د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي په موټر پسې نښلېدونکي ماين د محکمې یو قاضي وژلی او درې تنه نور يې ټپيان کړي. پېښه په سيمه يیز وخت سهار نهه بجې د جلال اباد ښار اړوند د تورخم ــ جلال آباد په لویه لار شوې.
د ننګرهار د پوليسو وياند حضرت حسين مشرقیوال بي بي سي ته وويل، چاودنه جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند شيشم باغ سيمه کې د ننګرهار د استیناف محکمې د اداري فساد پر وړاندې د لومړنۍ محکمې د غړي شېر رحمن په موټر پسې د نښلول شوي بم له امله شوې چې په کې قاضي شېر رحمن وژل شوی او درې تنه عام وګړي ټپيان شوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مالوماتو له مخې قاضي شېر رحمن لومړی ټپي او وروسته يې د جلال آباد په حوزوي روغتون کې ساه ورکړه.
خوږياڼي وايي په پېښه کې د ياد قاضي دوه وروڼه او په سيمه کې يو بل لاروی ټپيان شوي.
د پېښې مسؤولیت چا نه دی منلی خو وړاندې تردې د افغانستان په ننګرهار او نورو سیمو کې د عدلي او قضايي ادارو مشران او کارکوونکي د وسله والو طالبانو د بریدونو نښه ګرځيدلي. په ځینو سیمو کې د محکمو پر ودانیو ډله ییز بریدونه هم شوي دي.
د فساد ضد محکمې پر قاضي برید کې د مافیايي کړیو لاس درلودل هم د شک یو اړخ دی.
په دې وروستیو کې ولسمشر غني محکمې اړ کړي چې د فساد قضيي تر نورو مخکې وڅیړل شي او ګنهګار دې سزاوار شي.