تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني د رد شوو افغان کډوالو د ستنولو نېټه نوره هم اوږده کړه
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي کابل کې د چهارشنبې له خونړي برید وروسته د هغو افغانانو ستنول تر یوې میاشتې ځنډوي چې په دغه هېواد کې یې پنا غوښتنه رد شوې ده.
تېره ورځ افغان چارواکو وویل، چې د چهارشنبې برید موخه د جرمني سفارت و. په دغه برید کې دا سفارت سخت زیانمن شوی او کارونه یې په ټپه درېدلي دي.
له دې پېښې څو ګړۍ وروسته جرمن چارواکو د افغانانو ستنول د څو ورځو لپاره وځنډول.
خو اوس د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر هغه به رد شوي افغان کډوال نه ستنوي چې په جولای میاشت کې د دغه هېواد سفارت په کابل کې بشپړ کار پیل کړی نه وي.
جرمني کې خپلواک خبریال وحید فیضي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، په کابل کې د جرمن سفارت کوم کارمنان چې له رد شویو افغان کډوالو سره د کار مسوولیت لري، اوس دا کار نشي کولی.
"دوی له رد شویو کډوالو سره افغان ټولنه کې د مدغمولو یا ټولنه کې د یو ځای کار کوي، خو د سفارت د زیانمنېدلو له امله اوس ورتلونکي کسان نشي منلی، ځکه دا بیهر ځنډېدلی دی".
ټاکلې وه، د چهارشنبې په ورځ هم ځینې افغانان له جرمني خپل هېواد ته ستانه شي، خو د سفارت د چارو ځڼېدلو له امله پاتې شول.
وحید فیضي وايي، ممکن د کابل له برید وروسته له ستنېدونکو کډوالو سره چې ژوند یې په ډېر ناامن سیمو کې وي په ستنېدلو کې ډېره مرسته وشي.
جرمن چارواکي وايي، دا مهال مهم داوطلب او جنايي کسان افغانستان ته استول کېږي.
د جرمني لومړۍ وزیرې هم د کابل له برید وروسته ویلي چې په یوه میاشت کې د افغانستان وضعیت څېړي او بیا به د کډوالو په هکله پرېکړه کوي.
د کډوالو په هکله د انګلا مېرکل د پرانیستي سیاست له مخې دغه هېواد ته پر ۲۰۱۵ کال له یو میلیون ډېر کډوال لاړل، خو پر ۲۰۱۶ کال یې د کډوالو په هکله دریځ سخت کړ.
جرمني د تېر کال د ډسمبر میاشتې په نیمایي کې د رد شویو کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړه او د راپورونو له مخې په پام کې ده چې شاوخوا ۱۱۹۰۰ کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.