د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوال له موټر بم چاودنې روغ وتلی

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوال ډډک ځلمی له موټر بم چاودنې روغ وتلی دی.

ډډک ځلمی مرکز جلال اباد ته په لار و، چې په سره کلا کې موټر بم چاودنه پرې وشوه.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، موټر بم د ولسوال موټر ته تر رسېدلو مخکې چودلی دی.

په دې پېښه کې د نوموړی موټروان او ور سره درې کسان د شیشو ماتېدلو له امله برسېرن ټپي شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

خوګیاڼي هم د ننګرهار له ولسوالیو بلل کېږي.

د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې وسلوال طالبانو او داعش فعال دي.