افغانستان کې د امنیتي ځواکونو مرګژوبله کې 'بوږنوونکی' زیاتوالی راغلی

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، د طالبانو او نورو اورپکو پروړاندې په ژمنې جګړه کې د افغانستان امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې شمېره په بوږنوونکې او بېسارې توګه لوړه وه.

سیګار ویلي، د روان ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغانستان ۸۰۷ امنیتي او دفاعي سرتېري په دغو جګړو کې وژل شوي دي.

"افغانستان لا هم د وژونکې جګړې په منګولو کې دی. د طالبانو او نورو اورپکو ډلو پروړاندې جګړو کې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګژوبله لا هم په بوږنوونکي ډول لوړه ده."

افغانستان کې معمولا د ژمي په موسم کې د جګړو زور کمېږي، خو سږ کال طالبانو د دولتي ځواکونو پروړاندې جګړې ته د پسرلي په څېر دوام ورکړ او ترټولو خونړی برید یې د اپرېل په ۱۹ وه چې په شمالي ولایت بلخ کې یې یو پوځي مرکز په نښه کړ.

په وسلو سمبال ځانمرګو بریدګرو په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۴۰ سرتېري ووژل او تر ۶۰ ډېر نور یې ټپیان کړل چې د ځینو سرچینو په حواله دا شمېره تردې هم لوړه ده.

سیګار زیاته کړې کابل کې د افغانستان پر ترټولو لوی پوځي روغتون په برید کې ۵۰ کسان ووژل شول.

په راپور کې ویل شوي د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې پروړاندې عملیاتو کې د امریکا لومړنی سرتېری د ۲۰۱۷ کال په اتمه ووژل شول.

په دغه راپور کې د هغو دوو پوځیانو یادونه نه ده شوې چې د دفاع وزرات په وینا د اپرېل په ۲۶مه ووژل شول.

طالبانو د تېرې جمعې په ورځ (اپرېل ۲۸مه) د خپلو پسرلني جګړو پیلولو اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه ډله به خپل تازه وسله وال او ځانمرګي بریدونه، غلچکي جګړه او نفوذي بریدونه پیل کړي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې له ناټو ځواکونو د امنیت ساتنې مسوولیت په بشپړ ډول پر خپله غاړه واخیسته.

خو سیګار وایي، له درنې مرګ ژوبلې سره سره، د افغانستان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې تر پخوا د هېواد ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې راولي. رپوټ زیاتوي د افغانستان دولت دا وخت د دې هېواد پر ۵۹ اعشاره ۷ سلنه خاوره بشپړ واک لري چې د تېر کال په پرتله دوه سلنه لوړه ده.

خو په ورته وخت کې طالبانو هم ځیني هغه سیمې چې پخوا د هېچا په کنټرول کې نه وې، نیولي دي.

سیګار همداراز افغانستان کې د ولسي مرګژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو شمېرو یادونه کړې چې تر ۲۰۰۹ راهیسې په ۲۰۱۶ کال کې ترټولو ډېره مرګژوبله اوښتې ده. په دغه کال کې د افغانستان په روانه جګړه کې ۲۴۹۸ کسان وژل شوي او ۷۹۲۰ نور ټپیان شوي دي.

ددغه راپور له مخې، دغه مرګژوبله تر ډېره اورپکو ډلو د مستقیمو بریدونو او سړک غاړې ماینونو له امله رامنځته شوي.

دغې ادارې ویلي، د افغانستان د پوځ او پولیسو ډېره مرګژوبله او محدود ظرفیت د هغوی اغېزمنتیا ټیټه کړې ده.

په دغه رپوټ کې د افغانستان له ځانګړو ځواکونو ستاینه شوې چې ښارونو او ګڼ مېشتو سیمو ته د طالبانو د نفوذ مخه یې نیولې ده.

سیګار ویلي، له ۹۸ ډلو چې امریکا د ترهګرو په نوملړ کې راوستي ۲۰ ډلې یې په افغانستان کې دي او د افغانستان او نړیوالو ځواکونو سره جګړه کوي.

د سیګار د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو نژدې ۱۱ میاشتو کې په افغانستان کې ۶۷۸۵ پولیس او پوځیان ووژل شول او ۱۱۷۷۷ نور ټپیان شول. د مرګژوبلې دا شمېره د وړم ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۵ سلنه لوړه وه چې هغه کال شاوخوا ۵ زره سرتېري وژل شوي و.