تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ولسي جرګې پنځو غړو حقوق او امتیازونه بند شول
د افغانستان پارلمان تر شلو ډېرو ورځو غیرحاضرۍ له امله د خپلو پنځو غړو حقوق او امتیازونه بند کړل.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي نن (شنبه، ثور/غویي ۲۲مه) بي بي سي ته وویل، د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو له مخې، د جرګې هر غړی چې تر ۲۰ ورځو ډېره غیرحاضري ولري، حقوق او امتیازونه پرې بندېږي او په یوه څلورنیم میاشتني دوره کې نور نشي کولی په عمومي او د کمیسیونونو په غونډو کې برخه واخلي.
ښاغلي ځاځي وویل، نن د کابل استازو میر امان الله ګذر او عزت الله عاطف، د ننګرهار استازي پیر بخش ګردیوال او د بلخ استازو علم خان آزادي او د محمد اسحاق رهګذر امتیازونه پرې شول.
وړاندې تردې د افغانستان پارلمان د هرات استازي احمد بهزاد، د فاریاب استازي بشیر احمد ته ینج، د ننګرهار استازې فرشته انوري او د کوچیانو استازې پروین درانۍ غړیتوب هم ځنډولی و.
ښاغلي ځاځي نن بي بي سي ته وویل چې ولسي جرګه د خپلو غړو د غړیتوب ځنډولو حق نه لري او د کورنیو دندو د اصولو له مخې یوازې کولی شي ددغو اصولو د سرغړوونکو استازو حقوق او امتیازونه پرې کړي.
د افغانستان ولسي جرګې پخوانۍ دورې هم د ۱۳۸۶ کال د ثور/غویي په ۳۱مه په دغه جرګه کې د فراه استازې ملالۍ جویا دنده وځنډوله او هغې نور ونشوای کولی بېرته پارلمان ته لاړه شي.