عبدالله: د نور خبرې بیا هم بابیزه ګڼم

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراییه مشر، عبدالله عبدالله وايي، د بلخ د والي عطاء محمد نور وروستۍ خبرې چې دی یې له لړم او ناځوانه سره تشبیه کړی و، بابیزه ګڼي.

د دواړو سیاسي انډیوالانو ترمنځ اختلافونه هغه مهال ډېر شول، چې عبدالله عبدالله ونه شو کولای عطاء محمد نور یو ځل بیا د بلخ والي کړي، نو هغه نېغ په نېغ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره چنې پیل کړې.

د بي بي سي تاج الدین سروش د ښاغلي عبدالله غونډه کې له هغه نه د عطاء محمد نور د خبرو په اړه وپوښتل: ښاغلي عبدالله یې په ځواب کې وویل:

"په دې اړه درته ویلی شم چې د استا د عطاء خبرې مې ښې په یاد دي...موږ ملي ګټو، د افغانستان د خلکو غوښتنو او هغوی لپاره خدمت کولو ته ژمن یو. دا چې زما په اړه یې ډېرې ښې خبرې کړې دي، پر دې [وروستۍ] خبرې هم ځان نه پوهوم."

په دې وروستیو کې د اسلامي جمعیت ګوند د دواړو پیاوړو غړو ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوې دي.

عبدالله عبدالله د عطاء محمد نور له خوا د ده په اړه پر کېدونکو نیوکو غوږونه کاڼه کړي دي.

عبدالله عبدالله د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو د اسلامي جمعیت ګوند کاندید و او د بلخ اوسنی والي عطاء محمد نور یې له اصلي مالي او سیاسي ملاتړو ګڼل کېده.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو دوه نیم کاله تېر شول، خو عبدالله عبدالله ونه توانېده عطاء محمد نور بیا ځلي د بلخ د والي په توګه وګوماري چې له امله د جمعیت د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافونه په ډېرېدو شول.

د دوی ترمنځ د اختلافونو پایله دا شوه، چې اونۍ وړاندې د بلخ والي عطاء محمد نور وویل چې عبدالله عبدالله نور د دوی استازی نه دی او له هغه یې ټولې لارې بیلې کړې دي.

نوموړي عبدالله عبدالله ډارن او د کوربه په تالي کې پښه اېښودونکي سره تشبیه کړ او زیاته یې کړه چې د خپلو پلویانو په حق تر لاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلی عبدالله زما له دویمې پوښتنې په څنګ تېر شو او له تالاره د وتلو پرمهال یې خپله لاره بدله کړه.

خو د ښاغلي عبدالله نژدې کسان وايي، عطاء محمد نور یوازې واک ته د رسېدو لپاره چنې وهي او دده مسله د یوه ولایت او پخپله د هغه په شخصیت پورې محدوده ده.

ښاغلي نور څو ځلې ویلي د خپلې ډلې د حق د خوندیتوب لپآره له ارګ سره خبرې کوي.

د افغانستان د یوه مهم ولایت دغه والي به د نوي کال له مراسمو وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني سره د خپلو خبرو پایله اعلان کړي.