تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سردار داود پر روغتون د برید ۲۴ تورن مشکوک کسان نیول شوي
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون د برید څېړونکي پلاوي پایلې لا هم وروستۍ نه دي خو وايي برید له هېواد بهر سمبال شوی وو.
د دفاع وزارت مرستیال او پر دغه روغتون د تېرې اونۍ برید څېړونکي پلاوي مشر جنرال هلال الدین هلال وویل برید کوونکو د ساتونکو له غفلت ګټه اوچته کړې ده. خو وايي برید کوونکي وړاندې تر دې روغتون ته نه وو ننوتي او هیڅ ډاکټر هم مرسته نه ده ورسره کړې او دا چې دننه چا ورسره مرسته کړې وي پر دغې موضوع کار کوي
ښاغلی هلال وايي دا مهال له جنراله نیولې تر سرتېرو له ۲۴ تنو پوښتنې ګروېږنې پیل شوې دي. نورې زیاتې څېړنې د ملي امنیت په مرسته ترسره کیږي.
''دا هغه کسان دي چې روغتون د اوپراسیون، استخباراتو او اداري برخو کې مسؤل وو، دوی له لوړې تر ټیټې کچې تر څارنې او څېړنو لاندې دي، په پېښې کې د دوی د لاس لرلو شواهد که ثابت شي ژر به له رسنیو سره شریک شي ''.
هغه موټر چې په دې برید کې کارول شوی وو جعلي لمبر پیلیټ یې درلود او څښتن یې هم نیول شوی دی. دی وايي د امنیتي کمرو له خوا ثبت شوي تصویرونه ښيي چې برید کوونکو د روغتون پر کارکوونکو، ناروغانو او ډاکترانو برید کې له لاسي بمونو او چړو کار اخیستی دی:
''دوی لاسي بمونه درلودل او کارولي یې دي، په چړو یې ډاکټران وژلي دي. هغو ځایونو کې چې زیات کارکوونکي وو، هڅه یې وه چې لاسي بمونه وکاروي. په هماغه اول سر کې یې غوښتل چې د کارکوونکو غونډې پر مهال هلته ځان ورسوي او پر متخصصینو برید وکړي ''.
ښاغلي هلال هغه راپورونه هم رد کړل چې د ځینو رسنیو له خوا خپاره شوي وو او پکې ویل شوي وو چې په برید کې درې د ملي اردو جنرالان هم وژل شوي دي. هغه وویل په برید کې تر ټولو جګپوړی وژل شوی کس یو ډګروال دی.
د ملي دفاع وزارت مرستیال وايي د سردار محمد داود خان پر روغتون برید کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس شاوخوا پنځوس تنو ته لوړ شوی دی.
پر دغه روغتون د برید او تاوتریخوالي په تړاو بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي او د تلفاتو شمېر تر هغه لوړ ښيي چې افغان چارواکو اعلان کړي دي.
له دغه برید یوه روغه وتلې وايي د برید پر مهال په روغتون کې دننه ډزې پیل شوې.
ټاکل شوې وه ولسي جرګه د سردار محمد داود خان پر روغتون د برید په تړاو د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت مشر د پوښتنو لپاره ور وغواړي، خو د افغان چارواکو د بوختیاو له کبله راتلونکو ورځو ته وځنډول شوه.
خو د ولسي جرګې یو شمېر استازو په خپلو خبرو کې دغه موضوع یاده کړه. په ولسي جرګې د غزني ولایت استازی عبدالقیوم سجادي:
''زما په آند د نورو ناوړه امینتي پېښو تر څنګ د څلور سوه بستریز روغتون پېښه ځانګړې ده. زموږ ځوانانو د جګړې په جبهو کې له ترهګرۍ سره له ځانه ښه وړتیا ښوولې، خو اصلي ستونزه په ملي یووالي حکومت کې د امنیتي پلان نه شتون او بې باوري ده چې په امنیتي بنسټونو کې د دښمن د نفوذ لامل کیږي ''.
پر دغه روغتون د برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې، خو افغان چارواکي وايي برید طالبانو کړی دی، طالبانو یې پړه نه ده منلې، څېړونکی پلاوی یې هم په اړه څه نه وايي.
پر څلور سوه بستریز روغتون خونړي برید قربانیان ډاکټران، روغتیاپالان، د روغتون کارکوونکي او پوځي ناروغان دي چې په نړیواله کچه وغندل شو.