روان کال له افغان ښځو سره تاوتریخوالی ډېر شوی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون وايي، په روان لمريز کال کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچه کابو نهه سلنه زیاته شوې ده.

د دغه کميسیون لخوا په تازه خپاره شوي ۲۸ مخيز رپوټ کې راغلي، چې د فزيکي تاوتريخوالي پېښو ترڅنګ په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۲۳۰ ډېرې ښځې وژل شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپواک کميسیون کلنی رپوټ ښيي چې په روان لمریز کال له ښځو سره د تاوتریخوالي نژدې ۵۶۰۰ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې دغه شمېره تېر کال ۵۱۰۰ ښودل شوې وه.

د دې کميسیون په وینا، د تاوتريخوالي په دغو پېښو کې وهل ټکول، رواني او جنسي ځورونې، له اقتصادي بسیاینې د ښځو محرومول او یو شمېر ناوړه دودونه چې ښځې ترې ځوريږي، شامل دي.

خو په دغه رپوټ کې د ښځو د وژلو برخه بوږنوونکې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون د کمېشنرې ثریا صبحرنګ په وینا، په روان کال کې ۲۳۴ ښځې د پت او ناموس په نوم وژل شوې دي.

دا کمیسیون وايي، دغه وژنې زیاتره په شمال، سوېل او سویل لویدیز زونونو کې ترسره شوي.

د بشري حقونو د دغه کميسیون د رپوټ پربنسټ، د ښځو د وژلو ډېری عاملان په تېښته دي او لږ شمېر يې نیول شوي دي.

د فاریاب ولایت اوسېدونکې ګل اندامه هغه ښځه ده چې وايي، لور يې له واده یوازې نهه میاشتې وروسته د خپل مېړه په کور کې ووژل شوه، خو تر اوسه يې هېڅوک هم د وژلو په تړاو نه دي نیول شوي.

د بشري حقونو خپواک کميسیون وايي، دې لويې ستونزې ته په کتو، ښايي دغه شمېرې ريښتیا نه وي او کېدای شي د امنيت د نشتوالي او د دود او رواج له کبله ورته پېښې پټې پاتې شوې وي.

د دې ادارې د مسؤولانو په وینا، که څه هم له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د شمېر ډېرېدا قانون ته د ډېرو ښځو مخه کول ښيي، خو د قانون د حاکميت کمزورتیا هم په ډاګه کوي چې د بخښنې کلتور په دودېدو سره د تاوتريخوالي پېښو د ترسره کولو لامل کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون په دغه کلني رپوټ کې راغلي، نالوستي، پر نشه ‌يي توکو روږدېدل، ناامني، د جرم کوونکي د بخښنې فرهنګ دودېدل، اداري فساد، پر عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو بې باوري او په افغان ټولنه کې شته یو شمېر ناوړه دودونه په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي لا اصلي لاملونو دي.