تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"
- Author, داود اعظمي
- دنده, لندن
د پاکستاني پوځ لخوا په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د اورپکو پر ضد عملياتو وروسته يو شمېر وسله وال چې ډېری يې د پاکستان د طالبانو د تحريک غړي ول، افغانستان ته واوښتل.
دوی ترډېره د افغانستان په ختيځ کې په هغو سيمو کې مېشت دي چې فکر کېږي د افغان حکومت په کنټرول کې نه دي. په دغو اورپکو کې ځينې وروسته "اسلامي دولت" ډلې يا داعش ته ولاړل.
افغان حکومت ټينګار کوي چې دغه اورپکي په نښه کوي او په تېرو دوو کلونو کې يې د پاکستاني طالبانو يو شمېر قومندانان وژلي دي.
په پاکستان کې چې کله هم بريد وشي نو چارواکي يې ګوته افغانستان ته نيسي.
پاکستان د افغانستان د استخباراتو د ادارې پر غړو او همداراز د هندوستان پر استخباراتي ادراې (RAW) تور لګوي چې د هغو اورپکو ملاتړ کوي چې د پاکستان پرضد بريدونه کوي.
افغان حکومت د پاکستان دا ادعاوې "دوه مخي" بولي او پر پاکستان تور لګوي چې د "ښو" او "بدو" اورپکو توپير کوي.
افغان چارواکي پاکستان تورنوي چې هغه اورپکي په خپل هېواد کې ساتي چې پر افغانستان او هندوستان بريدونه کوي.
دوی په پاکستان کې د يو شمېر جګپوړو اورپکو مشرانو موجوديت او د امريکا په بريدونو کې د هغو وژل کېدو ته ګوته نيسي لکه اسامه بن لادن او د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور.
د تورونو لګولو لوبه اوس يوه عادي چاره ګرځېدلې ده ځکه افغانستان او پاکستان دواړه يو پر بل د نيابتي جګړې لپاره د اورپکو ډلو د کارولو تورونه لګوي.
د پاکستان لخوا د ګډې پولې تړل او نوي تورونه د دواړو حکومتونو تر منځ هغه لږ باور نوره هم لږ کړی.