تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان او پاکستان کې د واورو له امله لسګونه تنه مړه شوي
افغان چارواکي وايي د وروستيو سختو واورو او یخنۍ له کبله له تېرې اوونۍ راهيسې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. او د دغه هېواد په ۲۲ ولایتونو کې مرکز ته د ولسواليو غځېدلې لارې هم تړل شوې دي.
پر افغانستان سربېره د پاکستان د پښتونخوا په چترال کې هم د واورو ښويېدلو له امله ۱۳ تنه وژل شوي او څو نور لادرکه دي.
په ختيځ ولایت نورستان کې چارواکي وايي د واورې ښويېدو له امله په برګمټال ولسوالۍ کې دافسې په نوم کلی لاندې کړی او لږ ترلږه ۵۵ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي ځایي خلکو دژغورنې چاره پيل کړې چې په واورو کې بند خلک وژغوري.
د نورستان په یوه بله ولسوالۍ منډول کې بیا د یوه کور د نړېدو په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی د نورستان ولایتي مرکز پارون ته هم ورغلې لار تړل شوې په لاره تلونکو مسافرو د بي بي سي خبریال ته ویلي ګڼ خلک په واما ولسوالۍ کې هم بند پاتې دي.
بله خوا د نورستان د ولايتي شورا غړي خليل الله غيور بي بي سي ته ويلي، دغه سيمې ته تللې لارې د واورو له امله تړل شوې دي او زيانمنې شوې سيمې ته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې.
دغه خبر په داسې حال کې خپرېږي چې څو ساعته وړاندې له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزير ويس احمد برمک روانه اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د واورو او بارانونو له امله د وژل شويو شمېر له سلو تنو زيات ښودلی و.
د ښاغلي برمک په وینا د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د وروستيو ورښتونو له کبله د ولایتونو زیاترو مرکزونو ته د یو شمېر ولسوالیو غځېدلې لارې هم بندې دي.
د نوموړي په وینا دا شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.
ويل کېږي ډېری تلفات د افغانستان په شمال، شمال ختيځ او مرکزي سيمو کې اوښتي دي.
د افغانستان په شمال کې د سالنګ لویه لار چې شمالي ولايتونه له مرکز او سوېل سره نښلوي له پنجشنبې راهیسې د موټرو پر مخ تړلې ده.
ویل کېږي په دې سیمه کې تر یو نیم مترو واوره شوې او د سالنګ د څارنې او ساتنې مشر جنرال رجب وايي، له تېرې شپې راهیسې پر دغه لار ۲۰ ځلې واوره ښويېدلې، خو دا چې څوک پر دغه لار نه وو، نو د سر او مال زیان نه دی اوښتی.
د پښتونخوا په چترال ولسوالۍ کې چارواکي وايي، د واورې ښویېدلو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او څو نور ورک دي.
په چترال کې یوه پوځي چارواکي نظام الدین شاه له اې پي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، ژغورونکو تراوسه له کنډوالو د ۱۳ کسانو مړي اېستلي.
د هغه په خبره، د پېښې ځای ته ژغورډله( د ژغورونکو ډله) رسېدلې او د ورکو کسانو د موندلو او ژغورلو هڅې کوي.
نن له همدې کبله په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوه او د حامد کرزي هوايي ډګر ته ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې هم ځنډول شوې وې.