تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان چارواکي په ننګرهار کې د لسو وسلوالو د وژلو ادعا کوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې یې په دوو عملیاتو کې د داعش یو قومندان او د دې ډلې نهه وسلوال وژلي او دوه ټپیان کړي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اچین ولسوالۍ په باندر کلي کې یې تېر مازیګر په هوايي عملیاتو کې د داعش قومندان قاضي شاهد او اووه نور وسلوال وژلي دي.
چارواکي وايي، په بمبار کې د دې ډلې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په هسکه مېنه او رودات ولسوالیو کې د داعش او افغان ملي پولیسو ترمنځ نښته کې د داعش درې غړي وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دواړه عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ننګرهار ولایت په افغانستان کې د داعش اصلي مرکز بلل کېږ.ي