تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې د کاشۍ یوازېنۍ ۸۰۰ کلنه کارخانه له کاره لوېږي
- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
په هرات کې د کاشۍ جوړولو د یوازني کارځي د فعالیت درېدلو ډېرې اندېښنې پارولې دي.
دا کارځی له اته سوه کاله فعالیت وروسته اوس ستړی او پیکه شوی ښکاري. دا کارځی په ورستیو لسیزو کې ان د جګړو پر مهال هم فعال و او د ټولو هغو ودانیو لپاره یې رنګینې کاشۍ جوړولې چی په جګړو یا طبیعي پېښو کی به ویجاړیدلې.
خو اوس د هرات د لرغونو ځایونو د ساتنې ادارې مشر زلمی صفا ډیر اندیښمن دی:
"دې کارځی ډیر فعالیت درلود. نه یوازې د هرات د لوی جامع جومات او د سیمې د نورو ودانیو لپاره یې کار کاوه بلکې کله کله به یې د افغانستان نورو ولایتونو ته کاشۍ لیږلې. خو شاوخوا لس کاله مخکې یې پخوانۍ وړتیا له لاسه ور کړه، اوس دلته هیڅ کاشۍ نه تولیدیږي"
سره له دې چې د کاشیو د دې کارځی پراخ او ورځنی فعالیت لس کاله مخکې ډیر محدود شو خو اوس ستونزه دومره زیاته شوې چې د زیان منو ودانیو لپاره د پخوا تولید شویو کاشیو له ضایعاتو او پاتې شونو کار اخیستل کیږي.
ښاغلی صفا وایی: " هر کار او هر کارځی خپل ضایعات لري. موږ لس کاله مخکې داسې کاشۍ هم تولید کړې وې چې کار ور څخه نه اخیستل کېده. یو متل دی چې وایي د مار زهر هم که وساتئ یو وخت به مو په کار شي. اوس کله چې ډیرو کاشیو ته اړتیا وي له هغو ضایعاتو او پخوانیو پاتې شونو کار اخلو"
یوه بله لویه اندیښنه دا ده چې ښایي د کاشۍ جوړولو هنر چې په تیرو څو پیړیو کې له یوه نسله بل نسل ته رسېدلی بېخي هېر شي.
اوس یوازې څلور تنه په هرات کې دا مهارت لري. د کلتوري مسایلو کارپوه صدیق جامي وایي:
"د کاشۍ تولید د هرات د لرغوني هنر یوه برخه ده. د کاشۍ تولیدات باید پيل شي. که هغه کسان چې دا هنر یی زده دی له دې نړۍ سترګې پټې کړي، څوک به نه وي چې دا هنر نورو ته ور زده کړي. دا هنر باید وساتل شي"
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هرات ته په خپل وروستي سفر کې ویلي وو، د هرات د کاشۍ جوړونې مرکز باید دومره پراختیا ومومي چې نورو ولایتونو ته هم کاشۍ ولېږي.
ولسمشر په دې اړه د ځانګړې بودیجې د بیلولو ژمنه هم کړې ده. اوس ځايي کلتوري چاروکي د دې ژمنو عملي کیدو ته په تمه دي.