بلخ کې د وچو مېوو د تولید نوی کاروبار

    • Author, امیر بریال
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې هرکال زرګونه ټنه وچه مېوه تولیدېږي چې شاوخوا ۱۲۰ زره ټنه يې بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

کابل، بلخ، هرات او کندهار هغه ولایتونه دي چې د وچو مېوو تولید پکې ډېر دی.

په وروستیو کې د بلخ ځینې سوداګرو هڅه پیل کړې چې د وچو مېوو بهیرول او تولید له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي.

دوی په دې موخه داسې فابریکې او کارخونې فعالې کړې چې ماشینونه يې د مېوو د دانو غټې، وړې او خرابې سره بېولوي او تصفیه کوي.

د دغو فابریکو مسؤولین وايي، د مېوو د چاڼ موخه له نړیوالو معیارونو سره سم د توکو د تولید برابرول دي.

د مېوو د چاڼ د یوې فابریکې چلوونکی عبدالمجید وايي، دوی کشمیش، توت، بادام، پسته او سنځلې پروسس کوي:

"دا مهال د دغو فابریکو تولیدات روسیې، ترکيې او متحده عربي اماراتو ته صادرېږي. "

د مزار شریف ختیځ کې د صنعتي پارک د وچو مېوو دې بلې فابریکې کې دوه میلیون ډالره پانګونه شوې چې شاوخوا ۳۶۰ کسان کار پکې کوي او ډېری يې مېرمنيې دي.

افغان بڼوال اوکښتګر ډېری وخت شکایت لري چې د دوی محصولات د پروسس او بسته بندۍ د نشتوالي له امله نړیوالو بازارونو ته لار نه شي موندلای، خو دا ډول فابریکې تر ډېره دا ستونزه هوارولای شي.

د بلخ د سوداګرۍ خونوغړی سید عبدالوهاب وايي دا مهال په بلخ کې د وچو مېوو ۷ کارخونې فعالیت لري او ترشلو ډېرو شرکتونو د فعالیت جواز اخیستی.

د افغانستان د سوداګري وزارت وايي تېر کال له دغه هېواده ۹۷زره ټنه وچه مېوه نورو هېوادونو ته صادره شوې. چاوراکې وايي هیله لري د وخت په تېرېدو دغه کچه نوره هم لوړه شي.