تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کندهار چاودنه: والي او د متحده عربي اماراتو سفیر ټپیان شوي
د کندهار والي همایون عزیزي په میلمستون کې هغه مهال چاودنې شوي، چې د متحدو عربي اماراتو سفیر جمعة محمد عبدالله الکعبي او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او دیپلوماتان د نوموړي میلمانه وو.
د کندهار پولیسو مشر جنرال عبدالرازق وایي، چاودنه کې د کندهار د والي او د متحدو عربي اماراتو د سفیر په ګدون ۱۲ تنه ټپیان شوي او ۵ تنه وژل شوي.
چارواکو د یما قریشي او ډاکټر نذیر وژل کېدل تایید کړي دي.
د ښاغلی رازق په وینا چاودیدونکي توکي تر یوې چوکۍ لاندې ايښوول شوي وو.
یو شمېر ناتایید شوي رپوټونه وايي د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، پنځه ديپلوماتان او ځینې سیمه ییز چارواکي په دغه پېښه کې وژل شوي دي.
خو یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د ښاغلي شمسي نیم بدن سوځېدلی او سخت ټپي دی.
د کندهار والي روغتیايي حالت ښه بلل شوی.
د متحدو عربي اماراتو چارواکو د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفیر او یو شمېر نورو دیپلوماتان د ټپي کېدو پخلی کړی.
د کندهار ځايي چارواکي وايي، نوموړی د والي میلمستون کې له دولتي چارواکو سره د ماښامنۍ پر خوړولو بوخت و، چې غبرګې چاودنې وشوې.
ښاغلی رازق وايي، د کندهار والي او اماراتو سفیر د چاودني د اور له کبله ټپیان شوي دي، خو روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بللی.
پېښه له ځايي مهال سره سم ماښام نږدې اووه بجې شوې.
کندهار ته د سفیر سفر
د اماراتو سفیر نن ګهیځ کندهار ته د یوه دارلایتام د بنسټ ډبرې نصب کولو لپاره تللی و.
یوې معتبرې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې دوی یوه اوونۍ وړاندې خبر وو چې د حقاني شبکه په کابل، هلمند او کندهار کې د بریدونو پلان لري.
کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی د کندهار میرویس روغتون د مسوولینو له قوله وايي، چې دوی ته له لسو ډېر ټپیان وروړل شوي دي، خو دوی هم تر اوسه نه شي ویلی چې په ټپیانو کې څوک شامل دي.
ویل کېږي د چاودنې پر مهال په میلمستون کې د کندهار پولیسو مشر او دغه راز د ملي امنیت ولایتي مشر هم موجود وو.