د کابل هوا ککړتیا د انځور په ژبه

    • Author, ماني مشکین‌قلم
    • دنده, عکاس

د کابل هوا په وروستیو میاشتو او په ځانګړې توګه وروستیو اونیو کې ډېره ککړه شوې او ددې ښار ډېرو اوسېدونکو غږ یې پورته کړی. د ژمي موسم پیلېدو او د برېښنا پرې کېدو ډېروالي سره، د ډبرو سکرو، لرګیو او تېلو په څېر سون توکو کارول ډېرېږي. له خټینو سړکونو او کوڅو هم د موټرو د تګ راتګ له امله دوړې او خاورې هوا ته پورته کېږي. سربېره پردې له ثور/غویي میاشتې راهیسې تراوسه دومره باران هم نه دی شوی.