تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند کې ځانمرګي برید پولیس په نښه کړي
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، نهر سراج ولسوالۍ ته د عملیاتو په پار د لارې په اوږدو کې پر پولیسو یو موټربم ځانمرګی برید شوی چې یو پولیس پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، وسله والو طالبانو نهر سراج ولسوالۍ ته پر غځېدلې لارې یو پل الوځولی او موټرو ته پر هغې خامې لارې د تګ سپارښتنه کوي چې واک یې له دوی سره دی.
سرچینه زیاتوي، کله چې افغان امنیتي ځواکونو غوښتل سیمې ته د عملیاتو او د طالبانو د ځپلو لپاره ولاړ شي، د لارې په اوږدو کې یوه ځانمرګي برید کوونکي ځان ورسره ملګری کړی او د موټر په مټ یې برید پرې کړی دی.