تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر کور برید شوی
اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وایي؛ دوو وسله والو د کابل په ختیځ کې دده پر کور برید کړی او د هغه یو ساتونکی یې وژلی دی.
ښاغلي ضعیف د شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل؛ بریدګرو تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې (سیمه ییز وخت) دده د کور مخې ته لومړی ډزې وکړې او وروسته یې لاسي بم وغورځوه.
د طالبانو پخوانی سفیر چې له څلورو کلونو راهیسې په دغه کور کې د کابل په ختیځ بګرامیو سیمه کې ژوند کوي، زیاته کړه، ددې برید په پایله کې یې یو ساتونکی وژل شوی او په کور کې یې بل چاته زیان نه دی رسېدلی.
ښاغلي ضعیف ټینګار وکړ چې له چا سره شخصي دښمني نه لري او تراوسه څرګنده نه ده چې ددې برید انګېزه څه ده او څوک یا کومه ډله یې تر شاه ده.
د کابل پولیسو ویلي؛ د ښاغلي ضعیف د کور مخې ته دوه ساتونکي موجود و چې یو یې وژل شوي او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.
۴۸ کلن عبدالسلام ضعیف د طالبانو حاکمیت په وروستیو کلونو کې د ۱۳۸۰ تر مني د رژیم تر نسکورېدو پورې پاکستان کې سفیر و، خو د ۱۳۸۱ کال په ژمي کې زنداني شو او د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.
هغه په ۱۳۸۴ کال کې د ګوانتانامو له زندان نه خوشې او افغانستان ته بېرته وګرځېد او کابل کې ژوند کوي. هغه په دې موده کې د ګوانتانامو له زندانه خپلې خاطرې (د ګوانتانامو انځور) د کتاب په بڼه خپرې کړي دي.