د دارالامان تاریخي ماڼۍ تر بیا رغول کېدو وروسته په ملي موزیم بدلېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل کې د دارلامان ماڼۍ دویمې برخې کار نن پنجشنبه (قوس/لیندۍ ۱۸مه) د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پیل شو.
ښاغلي غني وویل؛ دا ماڼۍ به تر بیارغونې وروسته په ملي موزیم بدلېږي او همداراز د یوې مرکزي تاریخي ودانۍ په توګه به د بهرنیو لوړ پوړو مېلمنو د هرکلي لپاره وکارول شي.
هغه چې ددې ودانۍ له بشپړې شوې برخې لیدنه کړې وه، د کار له پرمختګه یې په خوښۍ سره وویل؛ دا ماڼۍ د افغان انجنیرانو لخوا د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت پاکه شوه، په داسې حال کې چې بهرنیو انجنیرانو یې لګښت یو میلیون ډالر اټکل کړی و.
د دارالامان ماڼۍ بیا رغونې کار د روان لمریز کال د جوزا/غبرګولي په ۱۰مه پيل شوی و.
د بیارغونې د دغې پروژې چارواکي وایي؛ د هغو وړاندیزونو له ډلې چې دا ماڼۍ دې پر کتابتون، هوټل، د پارلمان یوه برخه او ګالري بدله شي، ومنل شوه چې دا دې مولي موزیم شي.
د دغو چارواکو په وینا، د افغانستان د سیمه ییزې معمارۍ سبک احیا کول، ثبت او د فرهنګ ساتنه لامل شوه چې پرېکړه وشي دا مانۍ د افغانستان د ټولو خلکو لپاره پر ملي موزیم بدل کړای شي.
د افغانستان د ښار جوړونې او پراختیا وزیر سعادت منصور نادري په نننیو مراسمو کې وویل؛ د دغې ماڼۍ بیارغونه د پلان او ژمنې له مخې مخته تللی دی.
د هغه په وینا، د دې ماڼۍ په بیارغولو کې ۱۰۰ انجنیران کار کوي چې ۲۵ سلنه یې ښځې دي او درې سلنه معلولین دي.
د افغانستان د دولت په غوښتنه، د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې ډله د تاج بېک ماڼۍ، د جلال اباد شاهي ماڼۍ، د شاه امان الله قبر، د پل خشتي جومات، د هرات جامع جومات او د مزار شریف روضې د بیارغولو او په ولسوالیو کې د ۱۲۶ جوماتونو، د محمد داوود خان مقبرې، د دیپلوماتانو ښارګوټي او د وزیرانو ښارګوټي جوړولو طرحې په پام کې لري.
ولسمشر اشرف غني وایي؛ دوی هڅه کوي د تاریخي سیمو بیارغونه او ساتنه په یوه دوامدار بهیر واوړي او دې برخې ته به هرکال ځانګړې بودیجه په پام کې ونیول شي.
د هغه په وینا، دا کار یوه بنسټیزه پانګونه ده چې ګرځندویي ته پرمختیا ورکوي او لامل کېږی چې د هېواد خلک خپل تاریخ وپېژني.
د دارالامان ماڼۍ بیارغونه

د عکس سرچینه، Arg
د دارالامان ماڼۍ د ۱۳۰۴ - ۱۳۰۶ لمریزو کلونو کې د پخواني پاچا امان الله خان پر مهال د جرمني انجنیرانو تر نظر لاندې جوړه شوه. کله چې دا ماڼۍ جوړه وه، ۱۵۰ کوچنۍ او لویې کوټې یې لرلې.
امان الله خان دا ماڼۍ د خپل دولت د کارونې لپاره په خپل نوم جوړه کړې وه، خو تر دوو کلونو د کمې مودې لپاره یې ترې ګټه پورته کړه او پادشاهي یې ړنګه شوه.
په ۷۰ مه لسیزه کې د افغانستان دفاع وزارت له دې ماڼۍ ګټه اخسته. د ډاکټر نجیب الله د دولت پرضد د پخواني دفاع وزیر جنرال شاهنواز تڼي په مشرۍ د ۱۳۶۸ کال د دلوې/ سلواغې ۱۶ کودتا کې دا سیمه بمبار شوه او یوه برخه یې له منځه لاړه.
د ۸۰ لسیزې کورنیو جګړو پرمهال دارالامان ماڼۍ ته ډېر زیان واوښت او په پای کې په کنډواله بدله شوه او په تېرو دوو لسیزو کې ترې هېڅ ګټه نه ده پورته شوې.
د افغانستان ملي یووالي حکومت کابینې د کب میاشتې ۱۹مې په ناسته کې تصویب کړه چې د کابل ښار په لویدیځ کې د دارلامان ماڼۍ د نژدې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ورغول شي.
د افغانستان ولسمشر د اطلاعاتو او فرهنګ او ښارجوړونې وزارتونو او د ولسمشرۍ ادارې ته امر کړی و چې د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې، د سیلانیانو د جذبولو او د اماني دورې د معمارۍ را ژوندي کولو په هدف دغه ماڼۍ د پنځو کلونو په موده کې ورغول شي.
ښاغلي غني په وار وار ویلي، باید ډېرې دولتي ادارې د دارلامان سیمې ته ولېږدول شي او په دې سیمه کې د دارالامان په ګډون ماڼۍ ورغول شي ترڅو د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) مفکوره په حقیقت واوړي.









