اسداباد: ښایسته سیمه خو بدرنګ ښار
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ډیر شمېر لوی او واړه ښارونه د خپلسري جوړښت له امله اوس ښاري اسانتیاوې نه لري او ډیر پر نقشه برابر نه دي.
د کونړ په مرکز اسداباد کې خلک خپلسرو ودانیو او د ماسټر پلان نه عملي کولو له سرخوږي سره مخ کړي دي.
له نیمې پیړۍ مخکې اسداباد د یوې وړې کوڅې له څو خاورینو هټيو خور شو چې زوړ بازار یې بولي، خو د نوي ښار - چې د وګړو شمېر یې له سلو زرو څو سوو زرو ته رسیدلی - رنګ ښار ته نه پاتې کیږي.
د غرونو په منځ کې را ګیر د دوو سیندونو په غاړه طبیعي جوړښت یې خورا ښکلی دی خو اوسیدونکي یې وايي، د ښار خوند نشته.
د کونړ اوسیدونکی صدیق الله وايي، د ښاروالۍ او ښار په نوم هیڅ شی نشته: "د سیند په غاړه به پخوا کیناستو، مطالعه به مو کوله اوس د سیند ټولې اوبه ککړې دي ښار چټل دی، ګډوډي ده".
د والي د دفتر شا ته بهیدونکې د رڼو اوبو بې رنګه شوی چاپیریال دومره ککړ دی چې د سیند په غاړه یو شیبه ناسته لا نه شي کېدلی.

د کونړ د ولایتي شورا غړی جمال الدین سیار وايي، چارواکو زور واکو ته د ښار په ښکلو سیمو کې - چې باید تفریح ځایونه وی - د مارکیټونو ځای ور کړی او ډيره برخه ځمکه خلکو غصب کړې ده.
"موږ په دې اعتراف کوو چې په ښار کې زورواکو ځمکه غصب کړې، دلته هوايي ډګر څه شو ، دولتي تیل پمپونه او نور ځایونه څه شول؟ موږ د ولایت مقام ته هرڅه ویلي، خو هیڅ اقدام پرې نه دی شوی".
پر غصب شویو ځمکو جوړې ودانۍ هم د ښاریانو لپاره یو سرخوږی دی؛ د ښار مرکزي واټ دومره تنګ دی چې پر سړک دوه موټر غبرګ نه شي تللی.

د اسداباد ښاروال محمد رحیم مې وپوښته نه شوکیدای چې د ۷۰ لسزیزې هغه ماسټران پلان عملی شوی وی چې اسدباد ته جوړ و په ځواب کې یې وايي، دلته والیانو په خپل سر خلکو ته د مارکیټونو ځایونه ور کړي نقشه یې هیڅ نه ده عملي کړې.
" اسداباد ۹۵ په سلو کې په خپلسر جوړ شوی نو حتمي ده چې ستونزې یې ولاړې کړې"
ښايي اسدباد یوه بیلګه وي، د افغانستان ډیر شمېر لوی او واړه ښارونه خپلسري جوړ او له ښاري اسانتیاو تر ښاري فرهنګه هرڅه یې ننګول شوي دي.
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به ناسم جوړ شوي لوی ښارونه سم کړي، خو نه وايي چې د اسداباد په څير د ښکلو ښارونو په تفریح ځایونو جوړو مارکیټونو ته به بیلدوزر ودریږي که نه .









