د پوهنیز بهیر کمیت ولې ښه، خو وړتیا یې ټیټه ده؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د پوهنې بهیر د کمیت له مخې د ستاینې وړ، خو وړتیا یې ډېرې اندېښنې زیږولې دي. د افغانستان د لومړنیو ښونځیو یوشمیر زده کوونکي د ګاونډیو هیوادونو له زده کوونکو څخه د پوهې له پلوه دوه کاله وروسته پاتې دي.
د پنځم ټولګي یوه افغان زده کوونکي د لیک لوست په اړه پوښتنو ته ځواب را نه شو کړای، خو له پاکستانه را ستانه شوي د څلورم ټولګي یوه افغان ماشوم ورته پوښتنې داسې راته ځواب کړې
د افغانستان د پوهنې وزارت هم د پوهنې ټیټه وړتیا موندلې ده.
د دغه وزارت د عمومي تدریساتو مرستیال ابراهیم شینواري په دې اړه راته وویل:

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
''موږ دا منو چې کیفیت نه دی ښه، پوهنې ته لاسرسی څه نا څه ښه شوی، خو کیفیت کې لازم ښه والی نه دی راغلی، یوې سروې دا وښودله چې ۳۱ سلنه د شپږم ټولګي زده کوونکي د ریاضي یوه ساده فورموله نه شي حل کولای، ۱۳ سلنه ماشومان یوه ساده کلمه نه شي لیکلی او ۱۱ سلنه ماشومان یوه ساده کلمه نه شي لوستلی، کله چې موږ دوی له ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ارمنستان، ترکمنستان او تاجکستان سره پرتله کړل، نو زمونږ د شپږم ټولګي زده کوونکی د هغوی له څلورم ټولګي سره معادل یا ترې ټیټ دی.''
دغه سروې د ټول هیواد په کچه نه، بلکې په نهو ولایتونو کې شوې چې د پوهنې د ټیټې وړتیا یو تت انځور وړاندې کوي.
د پوهنې وزارت چارواکي د ټیټ کیفیت یو لامل دا ښيي چې په تیرو پنځلسو کلونو کې یوازې کمیت ته کار شوی، د زده کوونکو شمیر له اته لکو، نژدې لس میلیونو، د ښوونکو شمېر له پنځلس زرو نه دوه لکه او لس زرو او د ښونځیو شمېر هم له ۴۵۰ نه اولس نیم زرو ته لوړ شوی دی.

د عکس سرچینه، Ibrahim Shinwari
د پوهنې د ټیټ کیفیت په اړه له شوې سروې سربیره د یوشمیر زده کوونکو پلرونه هم د پوهنې له ټیټ کیفیته سر ټکوي.
دوی وایي، په ډیرو هیلو ماشومان ښونځیو ته لیږي، خو له کلونو کلونو درسونو وروسته سم لیک لوست نه شي کولای.
درې پلرونه د خپلو بچیانو په اړه داسې وايي:
''زما نوم عیدګل دی، د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکی، بچیان مې یو نهم کې دی بل پنځم کې، یو بچی مې پښتو کې خط لیکلی شي، خو بل تر لسو پورې حساب هم نه شي لیکلی، زما بچی هم کمزوری دی، ښوونکي هم ورسره خواري نه کوي او کتابونه یې هم سږ کال نه درلودل.''
''عمر ګل نومیږم د خوست اوسیدونکی، زه خپله لوڼې او زامن لرم، اووم، اتم او نهم ته رسیدلي، خو خو املا یې قطعآ نه ده زده، لومړۍ ستونزه زما او بیا د ښوونکي ده. ''
''نوم مې شهاب الدین دی، د بدخشان اوسیدونکی یم، ماشومان مې ښونځي ته ځي، خو ښوونکي ورته سم پام نه کوي، موږ ماشومان لیږو، ورته وایو ښونځې ته ځې وایي، هو، خو ټوله ورځ کوڅو او بازار کې ګرځي او کمزوري دي.''

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
خو که له نیوکو لږ ورها خوا شو، د پوهنې وزات وایي ۷۰ سلنه زده کوونکي په سم معیار مخته روان دي او ګڼ شمیر یې ان دا وړتیا لري چې له دولسمو ټولګیو څخه د فارغیدو پر مهال د سیمې او ګاونډ هیوادونو سکالر شیپونه ترلاسه کړي.
خو د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمد صدیق پتمن وایي، تر هغو چې پوهنې وزارت له سیاسي ناندریو بهر او بنسټیز اصلاحات په کې را نه شي، د زده کوونکو د وړتیاوو لوړول امکان نه لري:
''داسې ښوونکي شته چې شپږ دورې تریننګ یې لیدلی دی، خو په خپل مضمون کې بې سواده دی، کومه ارزونه چې دوی کړې دا غلطه ده، د زده کوونکو سویه له دې هم ټیټه ده، د پوهنې وزارت بنسټ له سره جوړول غواړي، د بهرني تجربې تر څنګ باید افغاني تجربه هم په کې ځای شي، د پوهنې سکتور باید له سیاسته ووځي او مسلکي خلکو ته ورکول شي، له سیاسته مبرا باید بیا مونږ اول ښوونکی مسلکي کړو چې زده کوونکي مسلکي شي.''
د افغانستان د پوهنې یوه بنسټیزه ستونزه د مسلکي ښوونکو او معیاري ښوونیز نصاب کموالی او نشتوالی دی، خو د پوهنې وزارت په دې برخه کې د یوې نوې تګلارې خبره کوي.

د عکس سرچینه، FB/Mohammad Sediq Patman
د دغې تګلارې له مخې به په ښونیز نصاب کې ژور بدلون راشي، ښوونکي به مسلکي، د ښونځیو چاپیریال به مناسب او د پوهنې د چارواکو څارنه به پرې زیاته شي.
خو دغه تګلاره هغه مهال د پلي کېدو وړ ده چې د زده کوونکو کورنۍ هم لکه د ځینو نورو هیوادونو په څیر د ماشومانو په ښوونه کې ځان مسئول وګڼي.
د ټیټې وړتیا ترڅنګ سم نیمایي ښوونځیو ته د ودانیو نشتوالی او د کتابونو کمښت هم د پوهنې د بهیر یوه ستونزه ده چې تل یې د هواري ژمنې شوي، خو یوازې د کاغذ پر مخ پاته شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP








