تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان، هغه جگړه چې کلنټن او ټرمپ پرې سترگې پټې کړې"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
واشنگټن پوست:
واشنگټن پوست په خپله نننۍ گڼه کې "افغانستان هغه جگړه چې کلنټن او ټرمپ ورباندې سترگې پټې کړي" تر سرليک لاندې ليکلي:
هېليري کلنټن او ډونلډ ټرمپ و نه ويل چې افغانستان کې روانه جگړه به څنگه اداره کوي.
ورځپاڼه وايي دا چاره د پام وړ ده، دې ته په کتو چې امريکا د تېرو ١٥ کلونو په اوږدو کې پر افغانستان مالي پانگونه کړې، او په دغه هېواد کې يې ځواکونو قربانۍ ورکړي.
بله دا چې د افغان حکومت د پرځېدا ګواښ او د اورپکو ځواکمنېدل پر راتلونکي امريکايي ولسمشر هم فشار ډېرولى شي.
ورځپاڼه وايي راتلونکى ولسمشر به اړ وي چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړيو کې د افغانستان په اړه پرېکړې وکړي.
ورځپاڼه وايي د راتلونکي ولسمشر پر وړاندې پراته غوراويو کې دا هم دی چې په افغانستان کې سرتېري ډېر کړي او يا د ولسمشر اوباما په تر ټولو کم ځواکونو د ماموريت پر مخ بېولو تگلارې ته دوام ورکړي.
ورځپاڼه په دې باور ده چې د دغو غورايو سختوالى يا پېچلتيا هغه لامل دى چې هېليري کلنټن او ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه چوپه خوله پاتې دي.
گارډين:
لندن چاپې گارډين ورځپانې د شربت گلې په تړاو د عکاس سټيف مککري ليکلى مطلب خپور کړى.
ښاغلي مککري ۳۰ کاله وړاندې نېشنل جيوگرافېک مجلې کې د شربت گلې خپور شوى عکس اخيستى و.
په مطلب کې راغلي چې دغه افغانه مېرمن له نيول کېدو وروسته د تېر په څېر يو ځل بيا د کډوالو د ناوړي حالت په سمبول بدله شوه.
ستيف مککري وايي ٣٠ کاله وړاندې د ده په لاس د شربت گلې اخيستل شوى تصوير د کډوالو د حيثيت او هوډ په مهمه نښه بدل شو، خو اوس پاکستان د هغې يو نوى انځور کاروي، چې په کډوالو کې وېره خپره کړي.
ښاغلي مککري ليکلي د شربت گلې پر کور چپاو سياسي انگيزه لرله او همدې لپاره په نښه شوه.
دى زياتوي، د هغې انځور يو مهال بې شمېرو کډوالو لپاره هيله وربښله، خو اوس په توقيف کې يې د اخيستل شوي انځوره موخه دا ده چې په خلکو کې وېره خپره شي، او د نورو ذهنيت د کډوالو پر ضد واړول شي.
نيويارک ټايمز:
نيويارک ټايمز "پاريس په نوې کلې بدل شوى" تر سرليک لاندې ليکلي:
په فرانسه کې د کډوالو کړکېچ د کلې له ځنگله پنډغالي پلازمېنې پاريس ته لېږدېدلى.
ورځپاڼه وايي سلگونه کسان د پاريس په شمالي سيمو کې خيمو لاندې مېشت شوي، او هره ورځ لسگونه وگړي د دوى په شمېر کې ور زياتېږي. د ورځپاڼې په وينا ډېرى دغه کسان افريقايان او افغانان دي.