"تېرو دوو میاشتو کې ۳۰۲ ښوونځي او ۴۱ روغتیایي مرکزونه ړنګ شوي"

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د څه دپاسه دوو میلیاردو افغانیو په ارزښت عامه بنسټونه او ودانۍ ړنګې کړې دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن (عقرب/لړم ۸مه) په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل؛ د بروکسل ناستې ته په پام سره په تېرو دوو میاشتو کې په ۱۱ ولایتونو کې د طالبانو فعالیت ډېر شوی و.

هغه زیاته کړه؛ شمال ختیځ کې کندوز، سوېل لویدیځ کې فراه، سوېل کې هلمند، ارزګان او غزني، ختیځ کې ننګرهار، شمال کې فاریاب، سرپل او بغلان، په سوېل ختیځ کې پکتیا او په شمال ختیځ کې بادغیس هغه ولایتونه دي چې د طالبانو فعالیتونه پکې ډېر شوي و.

هغه ادعا وکړه چې په دغه موده کې د طالبانو لخوا ۳۰۲ ښوونځي او همداراز ۴۱ روغتیایي مرکزونه ړنګ شوي دي.

ښاغلي مرتضوي دې ته په اشارې سره چې په ۱۱ ولایتونو کې ۵۰ جوماتونه زیانمن شوي زیاته کړه، په دغه موده کې له ۵۰۰۰ ډېرو کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

هغه همداراز زیاته کړه؛ د تېرو دوو میاشتو په جګړو کې ۱۸۰۰ دوکانونه زیانمن شوي، څلور دولتي ودانۍ او شپږ تخریب شوي دي.

د هغه په وینا، پر دې سربېره، ۱۷۰ پلچکونه او ۱۲۳ کیلومتره سړک هم تخریب شوی دی.

بلخوا د افغانستان په شمال کې چارواکي وایي؛ ناپېژانده وسله والو کسانو تېره په جوزجان کې د نجونو یو ښوونځي سوځولی دی.

د حسن تابین د نجونو ښوونځي د شبرغان ښار په دویمه حوزه کې دی او له ۵۰۰ ډېرو نجونو پکې زده کړه کوله.

د جوزجان د والي ویاند رضا غفوري بي بي سي ته وویل؛ وسله والو کسانو لومړی د ښوونځي څوکیدار تړلی او وروسته یې ټولګیو ته اور اچولی دی.

هغه وویل، څېړنې پیل شوې دي، خو په دې تړاو لا څوک نه دی نیول شوی.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هم اوسمهال په جوزجان کې دی.