تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چارواکي: داعش وسلوالو دا ۲۸ کسان له نښتې وروسته له ځان سره بوولي وو
د افغانستان په مرکزي سیمه غور ولایت کې ځايي چارواکي وايي، هغه وسلوال چې ځانونه اسلامي دولت یا داعش پورې تړلي بولي، په دغه ولایت کې یې ۲۸ ولسي وګړي ووژل.
د غور والي غلام ناصر خاضع بي بي سي ته وویل، د سې شنبې په ورځ د دغه ولایت په شمال دشت "کاسي" کې چې د افغان ځواکونو په واک کې ده، دغه وسلوال د ځايي خلکو د پسونو د درې رمو د بوولو په وخت له امنیتي ځواکونو او ځايوالو سره ښکېل شول.
د هغه په خبره، دغه نښته مازیګر پنځه بجې پیل شوه او د افغانستان د ملي امنیت دوه کارکوونکي او د ولسي خلکو یو وسلوال پکې ووژل شول.
نوموړي دا هم وویل، په دې نښته کې د فاروق په نوم د داعش یو قومندان هم وژل شوی دی، چې په مرغاب کې یې فعالیت کاوه.
د غور والي زیاته کړه، داعش وسلوالو چې د خلکو رمې بوولې یوشمېر ځايي خلک هم چې شپانه، کرونګر او خس ټولوونکي و، له ځان سره بوتلل.
د غلام ناصر خاضع په خبره، تېره شپه یې رپوټ ترلاسه کړ چې داعش وسلوالو ولسي وګړي وژلي، ځايي خلکو هم دا خبر تایید کړی او اوس ټاکل شوې چې د وژل شویو مړي د غور مرکز ته ولېږدول شي.
د هغه په خبره، په وژل شویو کې ماشومان هم شته او شمېر یې له ۲۸ تر ۳۳ کسانو پورې دی.
نوموړي دا هم وویل، چې د داعش وسلوال د غور ځايي خلک دي او پخوا له طالبانو سره همکار وو، خو څه مهال مخکې ننګرهار ولایت ته د دوو یا درې کسانو له لېږلو وروسته یې له داعش سره پیوستون اعلان کړ.
ننګرهار ولایت په افغانستان کې د داعش د رپورته کېدلو مرکز بلل کېږي.
د غور والي په دغه ولایت کې د داعش وسلوالو شمېر له ۲۰ تر ۳۰ پورې بولي او وايي، چې دا وسلوال "لار شکووني او غله" دي.
هغه دا هم وايي، چې دا و سلوال د هغو ۱۴ مساپرو د وژنې مسوول هم دي چې نږدې یو کال مخکې په دغه ولایت کې ووژل شول.