د فاریاب غورماچ ولسوالي افغان حکومت نیولې

د افغانستان شمالي فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، غورماچ ولسوالي یې د طالبانو له ولکې بېرته نیولې ده.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار بي بي سي ته وویل، د غورماچ ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومنداني او یوشمېر پوستې بېرته حکومتي ځواکونو نیولې دي:

"د غورماچ د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ او شپاړس هغه پوستې چې وړاندې طالبانو نیولې وې، بېرته په بشپړه توګه نیول شوې دي."

ښاغلي بیدار وویل، اوسمهال په سیمه کې تلاشي او د چاڼ عملیات دوام لري او د دولت مخالفان د تېښتې په حال کې دي.

د فاریاب د والي ویاند وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم پخپله غورماچ کې ددغو عملیاتو مشري او څارنه کوي.

ده وویل، افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

غورماچ ولسوالۍ نژدې لس ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده.

دغه ولسوالۍ د تېر ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پر ۱۸ مه هم طالبانو نیولې وه، چې بېرته افغان امنیتي ځواکونو ونیوه.

د فارياب غورماچ ولسوالي د فارياب او بادغيس ترمنځ پرته ده، چې د افغانستان حلقوي سړک هم له همدغې ولسوالۍ تېرېږي.

څو ورځې وړاندې، وسله والو طالبانو په يوه ناببره کمين کې د افغان ځواکونو يو کاروان په نښه کړ چې جنرال دوستم هم په کې غورماچ ولسوالۍ ته روان و.

ښاغلي دوست له بي بي سي سره په خبرو کې وويل "هغو کسانو چې نن يې پر ما بريد وکړـ د پوليسو جامې يې پر تن وې. زه خبر يم دوی د غورماچ په څنډو کې دوه موټر له بارودو ډک کړي وو چې بريد راباندې وکړي."