تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ملي امنیت ریاست: پروان کې د ځانمرګي برید مخنیوی شوی
د افغانستان څارګرې ادارې (ملي امنیت ریاست) ویلي؛ ددوی منسوبینو د کابل شمال ته د پروان په مرکز چاریکارو کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
ددغې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې نن (میزان/تلې ۲۷مه) یې د خپل فېسبوک پر پاڼې خپره کړې، نیول شوي کس هوډ درلود چې د طالبانو د یوه قومندان مولوي مناف په امر د یوه موټرسایکل په کارولو په دغه ښار کې ځانمرګی برید وکړي.
ملي امنیت زیاته کړه چې دا موټرسایکل له چاودېدونکو توکو ډک و.
د افغانستان څاګرې ادارې ویلي؛ ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت سرتېرو لخوا نیول شوی او په دې توګه د یوه خونړۍ چاودنې مخه نیول شوې ده.
پروان د افغانستان له نسبتا امنو ولایتونو شمېرل کېږي.
د یوه بل خبر له مخې، کابل کې نن سهار یوه چاودنه شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د خپل ټویټر پر پاڼې لیکلي، چاودنه د مقناطیسي ماین له امله د کابل ښار په شمالي څنډه تایمني سیمه کې رامنځته شوې او یو کس یې ټپی کړی.