تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ناامنه سیمو کې د میندو د مړینې کچه لاهم لوړه ده
که څه هم په تېرو څو کلونو کې افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه راټیټه شوې، خو په نا امنه سیمو کې لا هم د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، روزګان، غور او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د ډېرو میندو د مړینې د لست په سر کې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وايي، د هېواد په کچه په تېرو کلونو کې د میندو مړینه کمه شوې او د زیږون پر مهال یې روغتیايي وضعیت ښه وي، خو په ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول لرې پرتو او نا امنه سیمو کې دغه وضعیت چندان نه دی بدل شوی.
د خپرو شوو شمېرو له مخې یوه لسیزه مخکې په هرو سلو زرو زیږونونو کې به شاوخوا ۱۲۰۰ میندو ساه ورکوله چې اوس دغه شمېرې ۳۲۷ ته راټېټې شوې دي.
د عامې روغتیا د میندوارۍ ریاست سر پرسته ډاکټره زلیخا انوري وايي، پر یادو لاسته راوړنو سربېره، په نا امنه او هغو سیمو ته چې ورتګ ستونزمن دی د میندو مړینه لاهم لوړه ده:
اړونده متخصصین د میندوارو میندو د مړینې لامل لوړ فشار او له زیږون وروسته د ډېرې وینې ضایع کېدل په ګوته کوي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي په دې برخه کې تر ۲۰۳۰ کاله نړیوال هدف ته ورسیږي یعنې په سلو زرو زیږون پېښو کې ۷۰ ته دا کچه راتیټه شي.
د روغتیايي کارکوونکو د ځواب ورکولو پر وړاندې د مسلکي تنظیمي وګړو ملاتړ چټکول، د مسلکي ټولنې هڅول او ظرفیت جوړول، د میندوارۍ پرمهال د پېښېدونکو ننګونو د نښو نښانو په اړه د عامه پوهاوي لوړول د یاد وزارت د راتلونکو پروګرامونو له لومړیتوبونو دي.