افغان پوځ: کندوز کې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد په شمال ختيځ کندوز ولايت کې له تېرې يوې اوونۍ د طالبانو پر وړاندې چاڼيزو عملياتو کې لږ ترلږه ۳۱۴ وسله وال وژل شوي او له ۱۲۱ ډېر ټپيان شوي دي.

په کندوز کې حکومتي او امنیتي چارواکي وایي، په دغه ښار کې وضعیت عادي حالت ته بېرته ګرځېدلی او د ښار په لرې څنډو کې د طالبانو پر وړاندې چاڼيزعملیات لا هم روان دي.

طالبانو خپلو وسله والو ته د اوښتو تلفاتو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي. خو وایي چې د دوی وسله وال د ښار په درېیمه حوزه، خان اباد بندر او امام صاحب بندر کې شته دي.

د افغانستان شمال ختیځ کې د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري نن (۱۱ اکتوبر) بي بي سي ته وویل، "د حکومتي ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د کندوز ښار په خاکني سیمه کې د اول سمت ماموریت، د میرعلم خان کوڅه، چهل دختران او د سه درک سیمې له طالبانو پاکې شوې دي."

ده زیاته کړه "دولتي ځواکونه د تخار بندر، تپه مرچ او د ناصريو کلیو کې په چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي."

دغه عملیات د توپچي او هوایي ځواکونو په ملاتړ هغو سیمو کې مخته وړل کېږي چې طالبانو لاندې کړې.

د خبرپاڼې له مخې د ۸۰۸ سپين زر زون وياند ويلي، چې په دغو نښتو کې تر اوسه د امنيتي ځواکونو ۹ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د کندوز د والي ویاند محمود دانش وایي، په کندوز ښار کې وضعیت عادي شوی دی.

نوموړي بي بي سي ته وویل، "د ښار دویمه حوزه او د خان اباد بندر پر لور درېیمه حوزه په بشپړه توګه له طالبانو پاکه شوې. په ښار کې په بشپړه توګه ارامتیا رامنځته شوې، خلک د بېرته ګرځېدو په حال کې دي. وضعیت عادي حالت ته ګرځېدلی دی."

طالبانو د اکتوبر په ۳مه له ختیځ او لوېدیځ پلوه د کندوز پر مرکز بریدونه وکړل او د دې ښار ځینې سیمې یې ونیولې.

د دغو اوو ورځو جګړو په لړ کې له ۳۰۰ ډېر ټپي ملکي وګړي روغتیایي مرکزونو ته وړل شوي چې له دې ډلې د ۱۲۰ حالت خواشينوونکی دی.

دا هغه شمېرې دي چې روغتیايي چارواکو بي بي سي سره شریکې کړې دي، خو ویل کېږي چې د ټپیانو اصلي شمېره تر دې ډېره لوړه ده.

کندوز کې روغتیايي چارواکي تردې مهاله یواځې د پنځو ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړی دی.

د کندوز جګړې تر ۱۰۰ ډېر ټپیان د ګاونډي ولایت تخار روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي. چې له دې ډلې ۳ تنه مړه شوي دي.

یو شمېر کسان وتوانېدل له خپلو کورونو وتښتي، خو ډېر یې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درنې جګړې له امله اړ شول خپلو کورونو کې پاتې شي.

په همدې حال کې د کندوز چارواکو ويلي چې د جګړې له امله ۲۲ زره کورنۍ له خپلو کورونو بېځايه شوې چې ۷۵۰۰ يې تخار، بغلان، بلخ او کابل ته لېږدېدلي او پاتې نورو د دغه ولايت باامنه سيمو ته پناه وړې ده.

طالبانو یو کال وړاندې هم د تلې په شپږمه د کندوز پر ښار یرغل وکړ، خو تر درېیو ورځو ډېر په دغه ښار کې پاتې نه شول او شاته تګ ته اړ شول.

تېر کال د دغې ډلې وسله والو د دولتي مرکزونو په نیولو سره وسله او وسایل ترلاسه کړل چې د کندوز په نورو جګړو او ان د ګاونډیو ولایتونو په جګړو کې یې ترې کار واخیست.