د مړو عکاس: دنده مې دا وه چې مړی په څوکۍ ټینګ ونیسم

د عکس سرچینه، RICHARD KENNEDY
روینډرن یوازې ۱۴ کلن و چې پلار یې سرینواسن د عکاسۍ سټوډیو درلوده او هغه ته یې دنده ورکړه.دا د ۱۹۷۲ کال کیسه ده. روینډرن د خپل مسلکي ژوند په لومړۍ ورځ، د کار څرنګوالي په اړه وايي، "زما دنده دا وه چې یو مړی په څوکۍ نېغ کېنوم."
"بیا ما باید د مړي سترګې خلاصې کړې وای، چې عکاس یې عکس واخلي."
ریچارډ کینیډي یوازې نهه کلن و، کله چې هغه ځورونکې تجربه پرې تېره شوه. له دوی وغوښتل شول، د یوې څوکۍ شاته ودرېږي چې سپینې جامې یې په غاړه وي او یو مړی پرې اېښودل شوی و.
هغه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "زه وېرېدم او له وېرې لړزېدم." هغه شپه مې خوب ونه کړ. څو شپې مې ډارونکي خوبونه لیدل او د هغه مړي څېره مې خوب ته راتله. دا ډېره وېرونکې وه.
روینډرن او ریچارډ دواړه عکاسان شول ځکه پلار یې د عکاسۍ سټوډیو خاوند و. دوی دواړو تر اوسه له زرو د ډېرو مړو عکسونه اخیستي دي.
د هند په جنوبي ایالت تامیل ناډو کې یو وخت د مړو عکسونو اخیستل یوه عادي خبره وه، ځکه هلته ډېری ځايي ټولنې په دې باور وې چې د عکسونو اخیستل ژوند لنډوي، نو ډېرو خلکو خپل لومړنی عکس یوازې هغه مهال اخیستل غوښتل چې مړه شوي وي.
رویندرن او ریچارډ دواړو بي بي سي ته د خپل غیر معمولي مسلک په اړه خبرې کړي، دوی وايي په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې یې دا کار کاوه، وايي کار یې عجیب خو ګټور و.
رویندرن وايي، په سر کې یې دا دنده نه خوښېده، خو هغه وخت یې لیک لوست پرې ایښی و، او دا کار پیلول ورته یوه ښه بهانه وه.
"تر څو میاشتو روزنې وروسته، ما په یوازې توګه د مړو عکسونه اخیستلی شول."
رویندرن ورو ورو دا مسلک نوی کړ او نوي تخنیکونه یې پکې رامنځ ته کړل، لکه د بالښت سره د مړي سر تړل، د جامو سمول او شالید بدلول.
"ما له خپلې وېرې سره مبارزه وکړه، تر هغه چې خپله دنده مې خوښه شوه. ما په عکس کې د جسد ښکلا وښوده او ریښتینې بڼه مې ورکړه."
ریچارډ بیا وايي، د هغه لپاره ترټولو سخته تجربه دا وه، چې د یوه نوي زیږېدلي ماشوم مړي عکس یې اخیستی و. مور او پلار یې په بد حالت کې وو او مور یې ژړل.
د ریچارډ په وینا کله چې دی او پلار یې له کامرو سره هلته ورغلل ویې لیدل چې د ماشوم مور، خپل ماشوم ته غسل ورکړ، نوې جامې یې وراغوستې او سینګار یې وکړ.
هغه وایي، "ماشوم د سپوږمۍ په څېر ښکارېده". مور یې ماشوم ونیو او ما عکس واخیست. داسې ښکاریده چې ماشوم ویده دی. دا خورا دردونکې شېبه وه.
رویندرن وايي: "ما ان یو ځل د هغه شېبې عکس اخیستی کله چې جسد قبر ته ښکته کېده."
رویندرن او ریچارډ پخوانۍ کامرې درلودې چې تور او سپین عکسونه یې اخیستل. د دوی ډېری مشتریان هندوان او عیسویان وو، چې ځینې یې اوس هم په خپلو عبادت خونو کې د مړو شویو خپلوانو عکسونه ساتي.
په ځینو نورو هېوادونو کې هم تر مړینې وروسته د مړي عکس اخیستلو دود موجود و. په ۱۹ پیړۍ کې، خلکو د خپلو مړو ماشومانو یا نورو خپلوانو سره عکسونه اخیستل.
دا ډول عکسونه د کورنیو لپاره د مړو د یادولو وسیله وه. په هغه وخت کې عکس اخیستل هم یو ګران او عصري کار و.
په امریکا کې، ډیری وختونه د مړو عکسونه اخیستل شوي چې په کور کې د واورو په ټوټو کې پراته دي. حتی په انګلستان کې د ویکټور په دوره کې، د نارینه مړو انځورونو اخیستل رواج و.

د عکس سرچینه، RICHARD KENNEDY
په شلمه پېړۍ کې دا دود له منځه ولاړ او ورک شو. ښايي د ښو روغتیایی سیسټمونو او اوږد عمر له امله به وي. خو دا عمل د هند په څو ایالتونو لکه تامیل ناډو، لوېدیځ بنګال، اودیسه او وارانسي کې تر اوږدې مودې ژوندی پاتې و.
خو په ۱۹۸۰ لسیزه کې، د ارزانه او اسانه کامرو په راتګ سره، د عکس اخیستلو وېره له منځه ولاړه. ورسره د مړو عکسونو اخیستلو غوښتنه هم کمه شوه.
وروسته ریچارډ د کلیسا پېښو او مېلو عکس اخیستلو کار پیل کړ.
رویندرن په ښوونځیو او عامه پېښو تمرکز وکړ او وروسته د ودونو عکاس شو.
هغه اوس ۶۰ کلن دی او د خپل پلار منندوی دی چې هغه ته یې عکاسي ښوولې او د مرګ له وېرې یې لېرې کړی دی. خو یو ټکی په څرګنده توګه یادوي "زه نه غواړم چې څوک زما له مړینې وروسته زما عکس واخلي."
ریچارډ اوس ۵۴ کلن دی او د خپلې کورنۍ تر څنګ د وژل شویو کسانو ډېر عکسونه لري. هغه وايي، زموږ کورنۍ تل د پلرونو عکسونه ساتي. ما خپل کوچني زوی ته ویلي چې زما له مرګ وروسته دې زما د مړي عکسونه واخلي او د کورني میراث برخه دې کړي.









