ایولس سپوږمکۍ چمتو ده چې ځمکې ته راکښته شي

تمه کېږي، چې د بریتانیا لخوا جوړه شوې فضايي بېړۍ د جمعې په ورځ ناوخته ځمکې ته را کښته شي.

ایولس (Aeolus) سپوږمکۍ په یوه نوښتي سفر کې فضا ته په دې پسې استول شوې وه چې د ځمکې سیارې د بادونو نقشه جوړه کړي اوس د دې ماموریت ترسره کولو وروسته بېرته ځمکې ته را روانه ده.

د ايولس سپوږمکۍ فضا کې داسې یو لېزر خپور کړی و، چې هره خوا کې د هوا خوځښت وڅاري.

د دې چارې اصلي بریا دا ده، چې بدیل یې وار له مخې پلان شوی دی.

لومړیو کې دا پروژه له ځمکې د الوتو پر مهال نژدې وه، چې ناکامه شي هغه مهال د ایولس په کار کې ستونزه رامنځ ته شوې وې .

انجینرانو له یوې لسیزې ډېر وخت په دې کار وکړ، چې په فضا کې د ډېر وخت لپاره کارکوونکې وسیله جوړه کړي.

د اروپا د فضایي ادارې (Esa) انجینران د دې لپاره ورپسې شول، چې دې چارې ته جایزه ټاکل شوې وه یعنی د لومړي ځل لپاره د ځمکې له سطحې تر سټراټوسفیر پورې (۰-۳۰ کیلومتره) د بادونو چلند معلومول.

په هر حال، هغه موده چې ایولس د الوتو لپاره په چمتوالي ولګاوه ترڅو خپل پنځه کلن ماموریت ترسره کړي همدې موده کې له کاره لوېدل شویو بېړیو له منځه وړو طریقه بدله شوه.

اوس په دوو لارو له کاره لوېدلې بېړۍ له منځه وړل کېږي یو دا چې فضايي بېړۍ به په فضا کې په پوره ډول سوځول کېږي او یا به یې ځمکې ته په خوندي ډول راکښته کوي.

له یو ټن څخه زیاته وزن لروونکې ایولس په دې دواړو لارو کې ناکامه شوه.

د ایولس د خوځښت ځواک ډېر کم دی چې له اسمانه یې بهر کړي که په دې حالت کې یې په فضا کې له منځه یوسي نو ۲۰ سلنه فزیکي وجود یې د ځمکې په فضا کې پاتې کېږي.

د اروپا فضايي ادارې الوتنو کنټرولوونکو له یوې اوونۍ خوارۍ وروسته یوه مرستندویه برخه ور جوړه کړه.

دوی له دې جوړښت سره سپوږمکۍ ته امر وکړ، چې تر خپل حده ځمکې خوا ته را ټېټه شي او کله چې ۱۲۰ کیلومتر ته ورسېده نو راغوځاره به یې کړي.

د عملیاتو مشره ایزابیل روزو بي بي سي ته وویل، "په دې ډول حالاتو کې باید سپوږمکۍ له فضا راکښته کړی شي او موږ تمه لرو چې د اتلانتیک سمندر ته به وردننه شي او له سویله شمال خوا ته به حرکت وکړي."

د ايولس لخوا را ټول شوي لومړني معلومات د هوا پېژندنې لپاره ډېر ګټور تمام شوي.

دا د هوا خوځښت څاري او دا مرسته کوي چې معلومه شي راتلونکې ورځې به هوا په کوم لوري ګام اخلي.

دې چارې د توپانونو او اور شیندنو په اړه معلومات زیات کړل.

د اروپا فضايي ادارې (ESA) غړو هېوادونو لا دمخه د ۴۱۳ میلیون یورو (۴۵۵ میلیونه ډالر) بودیجه تصویب کړې ترڅو د ايولس ۲ يا Aeolus-2 په نوم په یوه بله سپوږمکۍ تعقیبي چارې یې په مخ یووسي.

نوره مالي مرسته چې نژدې ۹۰۰ میلیونه یورو کېږي د يومېټ سټ (Eumetsat) سازمان لخوا ور کول کېږي او دا سازمان د اروپا د هوا پېژندنې اداره تر خپل څار لاندې لري.