سویلي کوریا کې هره ورځ ۳۶ کسان ځان وژنه کوي؛ لاملونه یې څه دي؟

"درې کاله وړاندې چې کله ما د خپل کشر ورور بې روحه جسد وموند‍، پسرلی و خو زما پر زړه یې د ژمي موسم راوست."

دا د کوچني ورور د مرګ په ویر کې د هغه د مشر ورور خبرې دي، چې ځان وژنه یې کړې وه.

د یانګ یون ها لا هم باور نه کېږي، چې ۳۵ کلن کشر ورور یې مړ شوی.

د څو پرلپسې ورځو بې ځوابه تیلیفونونو وروسته چې و نه توانېد د خپل ورور حال مالوم کړي، یانګ پولیسو ته خبر ورکړ.

کله یې چې د خپل ورور د کور دروازه پرانیسه، ویې لیدل چې ورور یې یون آن مړ پروت دی.

دا وايي: "ما هغه وخت د ځان وژنې د مخنیوي زدکړې کولی، چې په دې اړه درسونه ولولم. زه بېلابېلو ښوونځیو ته لاړم چې له زدکوونکو سره د هغو خلکو د نښو په اړه وغږېږم چې ځان وژنه کوي. دوی په دې وپوهوم چې څنګه یې مخه ونیسي. ما هڅه کوله چې د نورو ژوند وژغورم خو دا فکر مې نه کاوه چې خپل ورور به مې ځان وژنه کوي."

۴۵ کلن یانګ لپاره لا هم سخته ده، چې په سویلي کوریا کې د هغې پېښې په اړه خبرې وکړي چې د خپلې کورنۍ غړی یې قرباني دی. هغه هڅه کوي د خپلو شخصي تجربو په مرسته دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی لوړ کړي.

پرمختللیو هېوادونو کې د ځان وژنې لوړه کچه

سویلي کوریا په کې پاپ موسیقۍ (کوریايي پاپ موسیقي) او د سامسونګ په څېر د نړۍ د مشهورو شرکتونو نامتو هېواد دی، خو دغه پرمختللي هېواد کې هره ورځ ۳۶ کسان ځان وژنه کوي.

سویلي کوریا د اقتصادي همکارۍ او پراختیايي سازمان OECD ۳۸ بډایه غړو کې د ځان وژنې تر ټولو لوړه کچه لري.

د سویلي کوریا د احصايي ادارې اعلان کړی، چې په ۲۰۲۱ کال کې ۱۳۳۵۲ کسانو ځان وژنه کړې.

سویلي کوریا کې ځان وژنه له لس کلنۍ تر ۳۹ کلنۍ پورې د خلکو د مړینې لوی لامل یاد شوی.

په ۴۳،۷ سلنه ځوانانو کې، هرو پنځو کې له دوو د زیاتو کسانو د مړینې لامل ځان وژنه ده.

دا کچه په ۲۰ کلنۍ کې بیا ۵۶،۸ او په ۳۰ کلنۍ کې ۴۰،۶ سلنو ته رسېږي.

سویلي کوریا کې د ځان وژنې له امله د مړینې کچه په ۱۰۰٬۰۰۰ کسانو کې ۲۳،۶ سلنه ده چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د نورو غړو هیوادونو دوه برابره زیاته ده.

حکومت وروستیو کې د ځان وژنې د پېښو د مخنیوي لپاره پنځه کلن پروګرام برابر کړی، موخه یې دا ده، چې دغه هېواد کې د ځان وژنې پېښې ۳۰ سلنو ته راکمې کړي.

که حکومت په دغه پروګرام کې بریالي شي، سویلي کوریا به د ځان وژنو په پېښه کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د نورو غړو هېوادونو تر منځ لوړه کچه کې نه وي.

د دغو شمېرو تر شا کوم لاملونه دي؟

تر فشار لاندې ټولنه

سویلي کویا کې د ځان وژنې لوړه کچه اقتصادي، ټولنیز او کلتوري لاملونه لري.

دغه هېواد په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا د جګړې پیل کې په دوو برخو شمالي او سویلي له ویشل کېدو وروسته، د نړۍ د اقتصادي ځواکونو په ډله کې راغی.

خو دغه چټکه اقتصادي وده د ټولنیزو خدمتونو پراخېدو پورې نه وه تړلی او پر ځای یې ټولنه کې د لا زیاتې نا برابرۍ لامل شوی.

دا ډول شرایط ټولنه کې د لوړې کچې سیالي رامنځته کوي چې په پایله کې یې ډېر وګړي له رواني ستونزو سره مخ کېږي.

د ورور له مړینې وروسته یانګ پوه شو چې هغه د تېرو لسو کلونو راهیسې هره اوونۍ رواني مشاورې لپاره ډاکټر ته تللی.

یانګ وايي: "ورور مې د فلم تیورۍ په برخه کې زدکړې کړې وې او غوښتل یې د خپلو زدکړو د دوام لپاره له هېواده بهر لاړ شي. د دغه هېواد د نورو وګړو په څېر هغه هم تر فشار لاندې و چې څنګه ځان او کورنۍ لوړ ځای ته ورسوي او پرمختګ وکړي خو مالي امکانات هغومره نه و. ورور مې ژور خپګان سره سخته مبارزه کوله. زړه مې مات شو چې زه دومره موده له هغه ناخبره وم."

کارپوهان له اوږدې مودې راهیسې په هغو ټولنو کې د خطر خبرداری ورکوي چې پر انفرادي لاسته راوړنو او له مادي اړخه د ټولنې پر بریا ټینګار کوي.

د چونګ آنګ پوهنتون استاد سونګ نانګ یانګ وايي: "په سویلي کوریا کې د ځان وژنې د لوړې کچې ورهاخوا، د یوې ټولنې غمجنه کیسه دا ده چې بریالیتوب پکې یوازې د شتمنۍ د اندازې مانا لري. د کورنۍ د غړو او خپلوانو تر منځ د اړیکو له تتېدو سره داسې بریښي چې هر څوک باید په یوازې ځان دغه سیالۍ کې د بریالیتوب لپاره مبارزه وکړي."

"راځئ چې پرې وغږېږو"

دا دود ورو ورو په ختمېدو دی خو لا هم اوږده لار پاتې ده.

د یوه خیریه بنسټ مشر یوان سو کیم چې د ځان وژنې د مخنیوي خدمتونه وړاندې کوي وايي: "سویلي کوریا وګړي په ټولنه کې له سیالۍ سره عادت شوي دي او دا داسې هېواد نه دی چې خلک پکې په اسانۍ خپل احساسات بیان کړي. دلته خلک لا نور وخت ته اړتیا لري چې دې ته زړه ښه کړي خپلې ستونزې له نورو سره شریکې کړي. مونږ باید خلک په دې پوه کړو چې بریا ته د رسېدو او پرمختګ لپاره نورې ډېرې لارې شته او دا کار وخت ته اړتیا لري."

یانګ اوس د رواني روغتیا په یوه مرکز کې کار کوي او هغو کورنیو سره مرسته کوي چې د ځان وژنې تجریې لري یا د ځان وژنې فکر ورسره وي.

نوموړي له هغو کسانو کورنیو سره هم د مرستو ډلې برابرې کړي چې د خپل کورنۍ غړی یې د ځان وژنې قرباني وي.

"زما دنده ځکه ستونزمنه ده چې د قرباني کس د کورنۍ غړي لومړني کسان وي چې د هغه جسد ویني او په ذهنونو کې یې پاتې وي."