له بلغاریا د ۱۸ افغانانو مړي کابل ته وړل شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي،‌ د هغو ۱۸ افغانانو مړي کابل ته وړل شوي‌ چې د فبرورۍ پر ۱۷مه بلغاریا کې مړه شوي‌ وو.‌

دغه کسان اروپا ته پر قاچاقي لارو روان وو چې بلغاریا کې یې په کانتینر کې د اکسیجن د کمښت له امله ساه ورکړې وه. په هغه لارۍ موټر کې څه باندې ۵۰ کسان سپاره وو چې ژوندي پاتې یې روغتون ته وړل شوي‌ وو.‌

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،‌ دغه جسدونه "د اریانا افغان هوایې شرکت له لارې هېواد ته را انتقال او د عامې روغتیا وزارت د ځانګړو امبولانسونو په ذریعه خپلو سیمو ته ولېږدول شول."

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي،‌ افغانستان ته د جسدونو لېږد ځکه وځنډېد چې "د جسدونو انتقالوونکو شرکتونو ته د پیسو د لېږد په برخه کې د ظالمانه بانکي بندیزونو له امله" پیسې نه استول کېدې.

د بلغاریا چارواکو شپږ کسان د دې پېښې په تړاو محکوم کړ‌ي دي.

‌ هر کال زرګونه افغانان د بلغاریا او یونان له مرګونو لارو اروپايي‌ هېوادونو ته دتللو هڅه کوي چې ځینې وخت یې د مرګژوبلې رپوټونه ورکول کېږي.

بي بي سي ته ځینو ګډوالو ویلي چې په بلغاریا کې نیول شوي کډوال ترکیې او له هغه ځایه افغانستان ته استول کېږي.

دغو افغان کډوال دا هم ویلي چې د بلغاریا پولسو "ناسم چلن" ورسره کړی دی.

د ۲۰۲۱ په پای کې د بلغاریا یوې کمېټې رپوټ ورکړی و چې د دغه هېواد چارواکو په دغه کال کې شاوخوا ۴۵ زره او په ۲۰۲۰ کې تر ۱۵ زره ډېر پناه غوښتونکي بېرته له دغه هېواده شړلي دي.

‌د ۲۰۲۲ کال په مې کې د بشري حقونو څار سازمان بیا ویلي و، چې د بلغاریا چارواکي افغان او نور پناه غوښتونکي ربړوي، لوټي یې، کالي ترې باسي، سپي ورخوشي کوي او د کډوالۍ له کومې رسمي مرکې او قانوني بهیر پرته یې ترکیې ته اړوي.

دغه سازمان همدا راز بلغاریا پر توپيري چلند هم تورنه کړې وه او ویلي یې و،‌ د اوکراييني پناه غوښتونکو په درنښت هرکلی کوي خو له افغان او نورو پناه غوښتونکو سره سپک او له وحشته ډک چلند کوي.

هغه مهال د بشري حقونو څار سازمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو څانګې یوې چارواکې میشېل رنډاوا ویلي و، "بلغاریايي چارواکي د خپلې پولې په اوږدو کې پناه غوښتونکي په وحشیانه ډول او په بېړه بېرته ترکیې ته اړوي"

په افغانستان د کمسارۍ بې وزلۍ، بې کارۍ او "امنیتي ګواښونو" له امله ګڼو خلکو اروپايي‌ هېوادونو ته مخه کړې چې له کړاوه ډکو لارو تېرېږي.

‌ که څه هم د طالبانو حکومت له خلکو غوښتي چې اروپا ته دې په قاچاقي‌ لارو سفرونه نه کوي، خو داسې نه ښکاري‌ چې افغانستان کې اوسنیو شرایطو ته په پام له دې مرګونو لارو دې خلک را وګرځي.‌