ایا د زلزلو وړاندوینه شونې ده؟

په ترکیې او سوریه کې د دوشنبې ورځې زورورې زلزلې تر اوسه له ۱۱۰۰۰ د ډېرو کسانو ژوند اخیستی او د چارواکو په وینا ښايي‌ دا شمېر نور هم لوړ شي.

لا هم د هرې شیبې په تېریدو د وژل شویو په شمېرو کې زیاتوالی راځي او د زلزلې له کبله بېلا بېل نور اړخونه، اغېزې او ویجاړۍ را ښکاره کیږي.

د امریکا د جیولوژیکې سروې پر بنسټ، د ۷.۸ درجې دا زلزله د ځمکې لاندې نږدې ۱۸ کیلومتره ژوره ثبت شوې.

د زلزلزو څيړونکو بنسټونو دا په ترکیه کې یو له تر ټولو قوي زلزله بللې، د زلزلې عیني شاهدین هم وایې چې ځمکه تر شاوخوا دوه دقیقو خوځېده.

له دې سره هم مهاله د یوه نېدرلنډي څيړونکي هغه ټوېټ او وضاحت هم پر ټولنیزو رسنیو ډېر لاس په لاس کیږي چې له دغې زلزلې وړاندې یې په دې سیمه کې د زلزلې د پېښیدو اټکل کړی وه.

فرېنک هوګربېټس د فبرورۍ پر دریمه نېټه یعنې له دې زورورې زلزلې درې ورځې وړاندې داسې ویلي وه "ژر یا په لږ ځنډ به په ترکیه، اردن، سوریه او لبنان سیمو کې د ۷.۵ درجو زلزله سخته ویجاړي رامنځته کړي."

له دې ټوېټ وروسته چې کله په درېيمه ورځ ،‌ نږدې په همدې اندازه زلزله وشوه او لا یې هم د سختې ویجاړۍ خبرونه خپریږي، له خلکو سره یوه جدي پوښتنه پیدا شوه چې ایا د زلزلو وړاندوینه رېښتیا کېږي؟

فرېنک هوګربېټس ادعا کوي چې په آسمان کې د سیارو ځای ځایګی د زلزلو د ځای پېښیدو سبب کېدای شي، که څه هم د ساینسپوهانو تر منځ لا هم اتفاق پر دې دی چې اوس مهال د زلزلو وړاندوینې لپاره هېڅ داسې طریقه نشته او نه هم په نږدې راتلونکي کې داسې څه شوني ښکاري.

په دې لړ کې د امریکا جیولوژیکې څيړنو اداره د نړۍ یو له مخکښو څیړونکو ادارو ده. دې ادارې ویلي نه دوی او نه هم کومه بله مخکښه اداره او ساېنسپوهان په دې بریالي شوي چې د کومې سترې پېښېدونکي زلزلې وړاندوینه وکړي.

دې ادارې ویلي، مونږ ان پر دې نه پوهېږو چې وړاندوېنه باید څنګه وشي خو کله نه کله اټکل کېدای شي او هغه هم دا چې وکتل شي په فلانۍ سیمه کې په دې پېړۍ یا وخت کې داسې زلزله شوې وه او بیا یې هم امکان شته.

د ځمکې د علم یا جیولوژۍ سروې پر بنسټ د زلزلو وړاندوینې لپاره د درېیو شیانو کره والی چې وخت، ځای او د زلزلې قوت دی مهم دي، خو که کومه وړاندوېنه له دې درېیو شیانو یو هم سم اټکل نه کړي، وړاندوینه سمه نشي بلل کېدای.

د نېدرلنډ فرېنک هوګربېټس چې د کومې ادارې له شمسي نظام او جیومټري سروې سره کار کوي، په منظم ډول د سیارو موقعیت څیړي، ځکه نو دا باور نشي ردیدای چې دوی د ځمکې په ګډون د سیارو ځينې فعالیتونه ارزولی شي.

د یادونې ده چې په ترکیه کې له زلزلې مخکې دې ادارې په یوه ویډیو کې د چین په لویدیځ او ختیځ ، افغانستان او د هند ځينو سیمو کې د ځمکې د ننه ځینو خوځښتونو اضافه کېدو ویلي، خو په ترکیه کې د شوې زلزلې د کره وخت په اړه یې څه وړاندوینه نه وه کړې چې د امریکایې جیولوژیکي ادارې د تعریف له مخې ورته وړاندوینه نشي ویل کیدای. نو ساینسپوهان د زلزلې د پېښیدو د امکان، اټکل او وړاندوینې تر منځ په توپیر باور لري.

زلزلې له همدې کبله چې یې اټکل او وړاندوینه نشي کېدای، په نړۍ کې سخته ویجاړي او مرګژوبله رامنځته کوي ځکه خو یې د کره وړاندوینې معلومولو لپاره پر بېلا بېلو لارو غور کېږي.

یوه له دې لارو له څارویو استفاده ده او ویل کیږي چې دوی د زلزلې ټکانونه ژر حسوي او بیداریږي. ساینسپوهان هڅه کوي چې که له دې لارې د زلزلو وړاندوینه کره کړي خو لا هم په دې اړه د پام وړ پایلې ته ندي رسېدلي او لا ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.