بورېس جانسن: پوتین په توغندیز برید ګواښلی وم

Boris Johnson in Kyiv on 1 February 2022

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر بورېس جانسن ادعا کړې چې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په توغندیز برید ګواښلی دی.

ښاغلي جانسن ویلي، مخکې له دې چې روسیه پر اوکرایین برید وکړي، دی یې په شخصي ډول په تلیفوني اړیکه کې ګواښلی او ورته یې ویلي دي "دا کار یوازې یوه دقیقه وخت نیسي."

هغه ویلي، د روسیې ولسمشر دا ګواښ وروسته له هغې ورته کړی چې نوموړي پوتین ته خبرداری ورکړی و، چې پر اوکرایین د روسیې برید به یو "بشپړ ناورین وي."

بورېس جانسن دغه ادعا د بي بي سي له خوا جوړ شوي هغه مستند فلم کې کړې، چې د نړۍ له مشرانو سره د پوتین پر اړیکو راڅرخي.

له دې وړاندې ښاغلي جانسن پوتین ته خبرداری ورکړی و، چې پر اوکرایین برید به د لویدیځو بندیزونو او د روسیې پولو ته د ناټو د لا نورو پوځیانو د استولو لامل شي.

نوموړی وایې هغه د روسیې د پوځي اقدام د مخنیوي هڅه هم وکړه او ښاغلي پوتین ته یې ویلي و چې اوکرایین به "نږدې راتلونکې کې" ناټو سره یو ځای نه شي.

خو دی وايي" پوتین په یوه ټکي کې یو ډول وګواښلم او راته ویې ویل، بورېس زه نه غواړم چې تاته زیان ورسوم خو په یوه توغندي به یوازې یوه دقیقه وخت ولګي."

ښاغلی بورېس جانسن زیاتوي:" فکر کوم هغه ډېره ارامه و، خو زما له هڅو سربېره بیا هم دې ته نه حاضرېده چې ماسره خبرو ته کینې"

د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ په ۱۱مه وروسته له هغې چې بورېس جانسن پوتین سره پر تلیفون خبرې وکړې، د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس خپل روسي سیال سرګي شوګیو سره د لیدو لپاره مسکو ته ولاړ.

Boris Johnson met Volodymyr Zelensky in Kyiv on 1 February 2022

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، Boris Johnson received a call from President Putin the day after he met Volodymyr Zelensky in Kyiv

د بي بي سي مستند فلم "پوتین د لویدیځ پر وړاندې" په ډاګه کوي چې ښاغلی والاس په دې ډاډ تللی و، چې روسیه به پر اوکرایین برید نه کوي، خو هغه ویلي چې دواړه خواوې په دې پوهېدې چې دا دروغ دي.

هغه دا د "سپکاوي او ځواک ښودلو " په مانا یاده کړې او ویلي یې دي چې له خبرو یې ښکارېدل چې واضح راته وايي" زه تاته دروغ وايم، ته پوهېږې چې زه دروغ وايم، او زه لا هم درته دروغ وایم."

ښاغلي والاس زیاته کړې چې:" فکر کوم دا په دې مانا و چې ووايي زه ځواکمن یم."

په دغه مستند کې هغه وايي، کله چې دی له غونډې ووت، د روسیې لوی درستیز جنرال والیري ګیراسیموف هغه ته وویل:"بیا به هېڅکله مونږ ته سپکاوی ونه شي."

پر اوکرایین د روسیې د یرغل په وروستیو میاشتو کې یوه بله د پام وړ لیدنه د سي آی ای له مشر ویلیم برنز سره وه، چې د ۲۰۲۱ کال نومبر په ۲یمه مسکو ته رسېدلی و.

د ښاغلي برنز الوتکه ساعتونه د روسیې پلازمینې په هوا کې تاوېده، ځکه چې سختو وریځو د الوتکې د راښکته کېدو مخه نیولې وه.

خو کله چې کرملین ته ورسېد، نو ویې موندله چې ښاغلی پوتین هلته نشته.

دغه وخت کې پوتین د کرونا وبا د پراخېدو له امله ځان خوندي کړی و او د روسیې سویل کې یې سوچي ښار ته پناه وړې وه.

دغو دواړو بیا هغه مهال پر تلیفوني اړیکه خبرې کړې وې.

Russia's President Vladimir Putin addresses the nation in Moscow, Russia on February 22, 2022.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images

د سي آی ای مشر وویل چې نوموړی د هغه پیغام په خپرولو کې هم په مستقیم ډول ښکیل و چې ولسمشر جو بایډن ورته د رسولو لپاره استولی و: امریکا پوهېده چې پوتین څه کوي او که دا برید وکړي نو د دې کار درنه بیه به ورکړي.

ښاغلی برنز ویلي، د روسیې ولسمشر دا نه ردوي چې پر اوکرایین برید یې سم پلان کړی و او د اوکرایین او لویدیځ په اړه یې شکایتونه او ناخوښۍ راټولې کړې.

ښاغلي برنز زیاته کړې:" زه مسکو ته له تللو مخکې اندېښمن وم، او له تلو ورسته لا نور په اندېښنه کې شوم."

له دوو اوونیو په کمه موده کې وروسته له هغې چې د مسکو دفاع وزیر له انګلنډه راستون شو، او د ۲۴ د فبرورۍ ټانکونه له پولې واوښتل، بورېس جانسن د شپې ناوخته د ولسمشر زلینسکي تلیفوني اړیکه ترلاسه کړه.

ښاغلي جانسن دا یادونه هم وکړه چې:" زلینسکي خورا ډېر ارامه و، خو ماته یې وویل چې دی پوهېږي چې روسیه په هر ځای برید کوي."

هغه ویلي" همغه وخت مې ښاغلي زیلینسکي ته خوندي ځای ته د تګ وړاندیز وکړ خو هغه مې وړاندیز و نه مانه او په زړورتیا پر هغه ځای پاتې شو چې و."