له ښوونځیو راګرځول شوې نجونې: "خپل ښوونځی هره شپه په خوب وینم"

ځینو هغو افغانو نجونو بي بي سي پښتو پاڼې ته خپل احساسات لیکلي، چې افغانستان کې طالبانو له ۵۰۰ ورځو راهیسې له ښوونځیو را ګرځولې دي. د خوندیتابه لپاره یې دلته نوم مستعار او د ښوونځي ځای ځایګی نه په ډاګه کوو.

حسینه چې د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، د ښوونځي بندولو ډېره خواشینې کړې یم. هېڅکله مې دا زړه ته نه لوېده چې یوه ورځ به په کور کېنول کېږم او د رڼا دروازې به مې پر مخ تړل کېږي.

پر مونږ ټولو نجونو داسې وخت کې زدکړې بندې شوې چې هېواد مو د پرمختګ پر لور روان وو او ښځې او نجونې په ځان بسیاینې ته تر پخوا ډېرې نږدې شوي وې.

خو دا هر څه یې په یوه شېبه کې بدل شول او ټولې هیلې مو زندۍ شوې.

کورنۍ مې زما د حالت په لیدو راته ځورېږي، هڅه کوي پام مې بدل کړي خو زه آن خپل ښوونځی، خپلې ښوونکي، او ټولګیوالې په خوب کې وینم، خو کله چې راویښه شم له ځانه سره وایم، ای کاش نه وای راویښه شوې او همداسې ویده پاتې وای.

ځکه خوب تر واقعیت اوس ماته ډېر خوږ دی، حقیقي ژوند مې راباندې حرام شوی او هغه څه یې له ما اخیستې چې زما خدای ماته راکړي و.

حاکم چاروکي هڅه کوي مونږ له عامه ژونده ورکې کړي، خو ښځه ژوند دی او ژوند له حقیقته هېڅوک نه شي بېلولی.

زمونږ درسونه اسلامي وو، حجاب مو د اسلام په چوکاټ کې وو، ښوونځي مو له هلکانو جلا وو خو دا چې ولې او په کومه ګناه مو ښوونځي تړلي نه پوهېږو او دغه نه پوهېدل او مونږ په مبهم حالت کې پاتې کول ما نوره هم ځوروي.

له چا ځواب وغواړو، چې په کومه ګناه نیول شوي یو؟

په مونږ یې وروسته له شلو کلونو یو ځل بیا تاریخ تکرار کړ خو له نیکه مرغه چې دا ځل د پخوا په توپیر مونږ غلي نه کینو بلکه د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوو.

له دې خپګانونو او ځور سربېره بیا هم خوشاله یم چې په داسې زمانه کې اوسېږم چې د ټکنالوژۍ له لارې خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شم.

هره ورځ د ښوونځي پر وخت خپل درسونه وایم او تر څنګ یې خپلو وړو خویندو او ورونو سره هم درسونو کې مرسته کوم.

خو زه باور لرم چې دا تورې شپې به یوه ورځ سبا کېږي، مونږ به تر پخوا لا پیاوړي راپورته کېږو، ښوونځیو ته به ځو او خپل خوبونه به په رښتیا بدلوو.