قرآن کریم ته د سپکاوي پرضد افغانستان کې پراخ لاریونونه شوي

د عکس سرچینه، Taliban
د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د جمعې له لمانځه وروسته په سویډن کې د یوه سیاستوال له خوا د قرآن کریم د سوځولو غبرګون کې پراخ لاریونونه شوي دي.
د طالبانو حج او اوقافو وزارت تېره اوونۍ د ټولو جوماتونو له امامانو غوښتنه کړې وه چې په خپلو خطبو کې دغه "کړنه وغندي."
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي " په هېواد کې ټولو رسمي او غير رسمي خطيبانو او امامانو ته جدي سپارښتنه کيږي، چې د قرآن کريم بې حرمتي د جمعې په ورځ د خطابت په يوه برخه کې په شديدو الفاظو سره وغندي."
رپوټونه وايي، په بغلان، لغمان، بدخشان، پنجشېر، بلخ، کابل، پکتيا، سرپل، ننګرهار، بادغيس، هلمند، غور او ګڼو ولایتونو کې زرګونه کسان قران کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې لارو کوڅو ته وتلي وو.
د تېرې شنبې پر ورځ د سويډن په پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته سوېډني سیاستوال راسموس پالودان د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله چې د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې غبرګونونه راوپارول.
لاریون کوونکو د "مرګ د اسلام پر دښمنانو" او " مرګ د قران پر دښمنانو " شعارونه له ځان سره لېږدول.
په ځینو ولایتونو کې لاریونیانو دغه سپېڅلي کتاب ته د سپکاوي په غبرګون کې د سویډن بیرغ هم سوځلی دی.

د عکس سرچینه، Taliban
لاریونوالو له سویډیني چارواکو غوښتنه کوله چې په خپل هېواد کې خلکو ته اجازه ورنه کړي چې د اسلام مقدساتو ته سپکاوی وکړي. دوی هغو کسانو ته د سزا شعارونه هم ورکول چې قران کریم ته یې سپکاوی کړی دی.
په خواله رسنیو کې هم قران کریم ته د سپکاوي غندنه شوې او د مخنیو غوښتنه یې شوې.
سره له دې چې د سویډن لومړي وزیر اولف کریسټرسن ددې پېښې له امله له مسلمانانو سره خواخوږي ښودلې او د سپېڅلو کتابونو سوځول یې بې احترامي بللې، خو د څو ورځو په تېرېدو سره لا هم ددغه هېواد پر وړاندې د مسلمانانو له کرکې ډکې څرګندونې او خبرداري دوام لري.
سعودي عرب، قطر، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم د دغې پېښې غندنه شوې.
تر ټولو جدي غبرګون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وو چې ویلي یې "انقره به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ ونه کړي."
د ناټو د غړي په توګه، ترکیه کولای شي اعتراض وکړي او د هغه هېواد مخه ونیسي چې دغه سازمان سره یو ځای کېدل غواړي.
سویډن او فنلنډ پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته په ناټو تړون کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.
له همدې امله د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې ښي اړخو فعالانو د ترکیې پر ضد لاریونونه وکړل.










