سویډن کې د افراطي کیڼ اړخو لخوا د قرآن کریم له سوځولو وروسته تاوتریخجنې مظاهرې شوې

سویډن

د عکس سرچینه، EPA/TT NEWS AGENCY SWEDEN

په سویډن کې د یو شمېر افراطي کیڼ اړخو له لوري د قرآن کریم له سوځولو وروسته مظاهرې شوې او مظاهرین او پولیس لاس او ګرېوان شوي دي.

په سویلي مالمو ښار کې یو شمېر موټرو ته اور ورته کړل شوی دی، د دکانونو مخې ویجاړې شوې، خو چارواکي وايي اوس وضعیت کنټرول شوی دی.

په رپوټونو کې ویل شوي، یو شمېر کسان نیول شوي هم دي.

له دې مخکې د جمعې پر ورځ پولیسو د قران کریم سوځولو په یوه غونډه کې د افراطي کیڼ اړخي ډنمارکي سیاستوال راسموس پلودن د ګډون مخه ونیوه.

سویډن

د عکس سرچینه، Rex Features

خو د نوموړي پلویانو له بندیز سره سره په غونډه کې ګډون کړی او قران کریم ته یې اور ورته کړی دی.

سویډن پولیسو پلودن ته اجازه ور نه کړه چې هېواد ته ننوځي.

پولیسو نوموړي ته وویل، چې د دوو کلونو لپاره یې سویډن ته پر تګ بندیز لګېدلی دی.

د ډنمارک د سخت کیڼ اړخه سټریم کرس (سخت دریځي) ګوند مشر راسموس پلودن د سږ کال لومړیو کې د توکمپالنې په ګډون د یو شمېر جرمونو له کبله یوه میاشت زندانی شوی و.

نوموړی د خپل ګوند پر خواله رسنیو پاڼو د اسلام مخالفو ویډيوګانو خپرولو په جرم زنداني شوی و.

سویډن

د عکس سرچینه، EPA

راسموس د کډوالۍ ضد افراطي کیڼ اړخه ګوندي مشري کوي چې مخکې یې اسلام ته سپکاوی کړی او قران کریم سوځولو پېښو کې ښکېل و.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې نوموړی د دوو کلونو لپاره سویډن ته د تلو اجازه نه لري.

د مالمو پولیسو فرانسې خبري اژانس ته ویلي، اندېښنه یې څرګنده کړې وه چې نوموړی به قانونه سرغړونه وکړي او فعالیتونه به یې ټولنه له خطر سره مخامخ کړي.