د سړې جګړې تر ټولو لویه جاسوسه له ۲۰ کاله بند وروسته خوشې شوه

Ana Montes after her arrest in 2001

د عکس سرچینه، FBI

د سړې جګړې تر ټولو لویه جاسوسه انا مونټېس چې د امریکا له خوا نیول شوې وه له ۲۰ کلونو بند وروسته خوشې شوه.

دغه ۶۵ کلنه ښځه چې، دوه لسیزې یې د امریکا د دفاعي استخباراتو په اداره کې د شنونکې دنده ترسره کوله، شاوخوا دوه لسیزې یې د کیوبا په ګټه جاسوسي وکړه.

په ۲۰۰۱ کې یې له نیولو وروسته امریکايي‌ چارواکو وویل چې، هغې په ټاپو کې د امریکا ستخباراتي عملیات تقریبا په بشپړ ډول افشا کړې دي.

یو امریکايي چارواکی وايي،‌ هغه یوه له "خورا زیان رسوونکو جاسوسانو" ده چې امریکا نیولې ده.

میشل وان کلیف چې د جورج ډبلیو بوش په وخت کې د جاسوس ضد ادارې مشر و، په ۲۰۱۲ کال کې ګانګرس ته ویلي‌ چې: "مونتېس کیوبا کې زمونږ عملیات، او هر څه، په حقیقیت کې هر هغه څه په خطر کې واچول چې مونږ د کیوبا په اړه پوهېدو."

ښاغلي‌ وان کلیف زیاته کړې: "نو کیوبایان ډېر ښه له هغه څه خبر وو چې مونږ یې په اړه پوهېدو، او له هغې یې په خپله ګټه کار اخیسته، له دې سربېره هغې کولی شول خپلو همکارانو سره په خبرو کې هغو مالوماتو په مرسته د کیوبا په اړه اټکلونه وکړي او د دې فرصت ځان ته برابر کړي چې ترلاسه شوي مالومات ورکړي."

له نیول کېدو وروسته مونتېس په ۲۵ کاله بند محکومه شوه او قاضي پرې تور ولګاوه چې"ټول خلک"یې په خطر کې اچولي‌ دي.

د سړې جګړې د نورو نیول شویو جاسوسانو برعکس مونتېس د ایدیالوژۍ انګېزه لرله، نه شخصي ګټې.

د دفاع وزارت د عمومي پلټونکی ادارې رپوټونه ښيي چې، انګېرنې دي چې د مېرمن مونتېس غوسه هغه مهال راوپارېده چې امریکا په نیکاراګویه کې د جنګي جرمونو او نورو ظلمونو مشکوکې یوې ډلې ملاتړ کاوه.

په دغه رپوټ کې راغلي‌ چې، هغې د کیوبا د استخباراتو له یوه مامور سره په اړیکه کې شوه، او دا یې ورته بربنډه کړه چې د کیوبایانو له لارې غواړي نیکاراګویه ته کار وکړي.

راتلونکی کال بیا له هاونا د یوه روزنیز سفر له راستنیدو وروسته د امریکا د دفاعي استخباراتو ادارې سره یو ځای شوه.

شاوخوا دوه لسیزې هغې په هرو څو اوونیو کې یو ځل د واشنګټن ډي سي په رستورانونو کې د کیوبايي‌ چارواکو سره لیدل، او محرم اسناد به یې ورسره شریکول.

بلاخره د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې وروسته له هغې ونیول شوه چې امریکايي‌ چارواکي خبر شول یو حکومتي‌کارمند یې کیوبا ته جاسوسي کوي.

انا مونټېس مونتېس به له ازادېدو وروسته هم تر پنځو کلونو د امریکا تر څار لاندې وي او د هغې انټرنټ کارول به څارل کېږي.

مېرمن مونتېس دولت سره له کار کولو او له اجازې پرته بهرنیو اجنټانو سره له اړیکې نیولو هم منعه شوی.

د اېف بي آی یو مامور پیت لپ چې مونتېس یې نیولې سي بي اېس نیوز ته ویلي چې، فکر نه کوي نوموړې دې بیا د کیوبا مامورانو سره د بیا اړیکو جوړولو هڅه وکړي.

ښاغلي لپ ویلي: "د هغې د ژوند هغه برخه نوره ختمه شوه، هغې څه چې د کیوبایانو لپاره ترسره کول ویې کړل، زه دا نه شم تصور کولی چې هغه دې بیا خپله ادازي خطر سره مخ کړي."