ټېسلا شرکت تېر یوه کال کې ۱،۳ میلیونه موټرې بازار ته وړاندې کړي

نړۍ کې د برېښنايي موټرو جوړولو لوی شرکت ټېسلا وايي،‌ تېر کال یې ریکارډ مات کړی او ۱،۳ میلیونه موټرې یې بازار ته وړاندې کړي دي.

یاد شرکت وايي دغه شمېر د د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۴۰ سلنه لوړ دی.

نوموړی شرکت وروسته له هغې دغه شمېر اعلانوي چې یوازې د ۲۰۲۲ کال په درییو میاشتو کې یې له ۴۰۵۰۰ ډېرې موټرې بازار ته وړاندې کړې دي.

سږ کال تمه کېږي چې دغه شرکت د موټرو په صنعت کې د تقاضا له کمېدو سره مخ شي ځکه چې ویل کېږي، پیرودونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د سود نرخونو لوړېدو او نورو کړکېچونو په اړه اندېښمنې په زیاتېدو دي.

ټېسلا شرکت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې پانګوالو ته ویلي"مونږ باید د کال په اوږدو کې له وبا راپاتې اړینو ننګونو او نورو اکمالاتي ستونزو سره مبارزه وکړو."

ورته وخت کې سویلي کوریا چارواکو ویلي، چې تېسلا شرکت ۱،۸ ملیونه پاونډه جریمه کوي. د دوی په وینا، یاد شرکت خپلو پېرودونکو ته په ټیټه تودوخه کې تر لنډ واټنه د برېښنايي موټرو د چلولو د څرنګوالي په اړه خبراوی نه دی ورکړی.

سره له دې چې ټېسلا شرکت تېر کال په ریکارډ کچه موټرې بازار ته وړاندې کړي خو لوجسټیکي مسایلو کې ستونزې هغه څه دي‌ چې د نړۍ تر ټولو قیمتي موټر جوړوونکي شرکتونه ورسره مخ دي.

خو د تېر کال اکټوبر میاشت کې د دغه شرکت اجرایوي مشر ایلون مسک اعلان وکړ چې ډېر ژر به دې برخه کې ستونزې حل کړي.

ټېسلا اوسمهال د نورو شرکتونو لکه فورډ او جنرل، او بازار ته نوي راوتلیو امریکايي شرکتونو "ریوین او لوسیډ "او چینايي شرکتونو "بي وای ډي" او "اېن آی او" له سیالۍ سره مخ دی.

خو اوس هڅه کوي له خپلو سیالو شرکتونو مخکې شی.

بازار کې د ټېسلا ونډې په ۲۰۲۲ کال کې ۶۵ سلنه راکمې شوې او لامل یې د ټوېټر په پیرلو کې د دغه شرکت د اجرایوي مشر تمرکز او تولید او تقاضا برخه کې د خنډونو په اړه د پانګه اچوونکو شته اندېښنې په ګوته شوې دي.

دغه میلیاردر په سوداګرۍ کې ډېر وخت تېر کړی چې تېر کال یې ټوېټر په شاوخوا ۳۶،۴میلیارده پاونډه وپېره.