اېلون مسک د ځینو خبریالانو د ټوېټر حسابونه بیرته فعالوي

ټوېټر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټوېټر به د هغه څو خبریالانو حسابونه بېرته فعال کړي چې ځنډول شوي وو.

د ټوېټر ټولنیزې رسنۍ خاوند او میلیاردر اېلون مسک وايي، ټوېټر به د هغه څو خبریالانو حسابونه بېرته فعال کړي چې ځنډول شوي وو.

د خبریالانو په ډله کې د نیویارک ټایمز، سي ایی این او واشنګټن پوسټ خبریالان هم شامل وو. د دوی ټوټېر حسانو وروسته تر هغه وتړل شول چې ښاغلي مسک د خپل ځای په تړاو د معلوماتو په شریکولو تورن کړل.

خو تر زیاتو نیوکو وروسته،‌ نوموړي د ټوېټر له کاروونکو وغوښتل چې د خبریالانو د ځنډولو شویو حسابونو په اړه څه وکړي.‌

له۳ اعشاریه ۶ میلیونه کسانو څخه، ۵۹ سلنه چې په رایې اچولو کې برخه یې اخیستې وه، پر خبریالانو د بندیز سملاسي‌ لېرې کولو لپاره رایه ورکړه.

اېلون مسک په یوه ټویټ کې وویل: "خلکو خبرې وکړې. هغه حسابونه چې زما ځای یې په ډاګه کړی وو، اوس به بېرته فعال شي."

دا بندیز د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو لخوا غندل شوی وو.

ښاغلي مسک د یوې پیښې پړه د "یوه لیوني سټکر" په نوم د ټوېټر کارکوونکي په غاړه اچولې وه، خو هغه ویلي زوی یې د سفر پر مهال دا کار کړی دی.

ښاغلي مسک د پنجشنبې په ورځ ویلي وو،‌ د ښاغلي سویني او نورو پروړاندې قانوني چلند کیږي.

ټوېټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا بندیز د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو لخوا غندل شوی وو.

د ټوېټر د محرمیت هغه پالیسي هم تازه شوې چې وايي د ټوېټر کاروونکي نشي کولای "د نورو خلکو شخصي معلومات د دوی له څرګند واک او اجازې پرته خپاره کړي."

د خبریالانو حسابونو تر ځنډولو وروسته، اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان ادارو او همدارنګه ځینې حکومتونو او خبریالانو دا ګام غندلی وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي یوې مرستیالې میلیسا فلیمینګ وویل: "د رسنیو ازادي کومه لوبتکه نه ده. آزادې رسنۍ د دیموکراتیکو ټولنو بنسټ دی او د ناوړه ناسمو معلوماتو پروړاندې مبارزه کې کلیدي وسیله ګڼل کیږي."

د نیویارک ټایمز په وینا د ټیسلا اجراییوي مشر د ټولنیزو رسنیو شرکت د کارکوونکو شمېر هم کم کړی او د رپوټونو له مخې د سانفرانسیسکو په ګډون یې د ټویټر ځینې دفترونو لپاره د کرایې ورکړه هم بنده کړې ده.