اروپايي‌ ټولنه: پارلمان کې د فساد په تور د خلکو نیول د اندېښنې وړ دي

د اروپايي‌ ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بورېل وايي،‌ د اروپا پارلمان کې د فساد په تور د خلکو نیول "ډېر د اندېښنې وړ" دي.

د آيرلنډ د بهرنیو چارو وزیر سایمن کاوني هم ویلي،‌ چې د څلورو کسانو پر وړاندې تورونه "ډېر زیان رسوونکي" دي.

په نیول شویو کسانو کې د اروپا د پارلمان مرستیاله ایوا کیلي هم شامله ده چې د فساد تور پرې لګېدلی دی.

د دغو پېښو په اړه څارنوالان شک لري، یو خلیجي هېواد چې د رپوټونو له مخې قطر په ګوته شوی، هڅه کوي د پیسو یا ډالیو په ورکړې پارلمان کې دننه نفوذ وکړي.

قطر د دغه ډول ناسم کار ترسره کول رد کړي دي.

د بلجیم پولیسو د جمعې پر ورځ بروکسل کې په ۱۶ پلټنو کې ۵۱۵۰۰۰ پونډه نغدې پیسې نیولي دي.

په دغو پلټنو کې د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره له تورنو کسانو مبایلونه او کمپیوټرونه هم اخیستل شوي.

څارنوالانو د یکشنبې پر ورځ وویل چې،‌ له مشکولو کسانو څلور کسان تورن شوي او دوه نور بېرته خوشې شوې دي.

تر اوسه د شکمنو کسانو نومونه نه دي په ډاګه شوي خو آغلې کیلي د تورنو کسانو په ډله کې ده.

د بلجیم د فدرالي څارنوالۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي:" پر دوی په یوه جنايي سازمان کې د ګډون،‌ پیسو مینځلو او فساد تور لګېدلی دی."

مېرمن کیلي اتو کلونو لپاره د اروپا پارلمان غړې پاتې شوې، ‌د اروپا د پارلمان مشر روبرتا متسولا له خوا یې دنده وځنډول شوه. او هغه همدا راز د یونان له پاسوک مرکزي کیڼ اړخي ګونده هم شړل شوې.

د رپوټونو له مخې،‌ یونان کې څارنوالانو د مېرمن کیلی ټوله شتمني کنګل کړې.

څارونکو او د پارلمان مخالفو استازو ویلي چې، د بډو په اړه څېړنې به د اروپا په تاریخ کې د فساد تر ټولو سترې رسوايۍ وي.

ښاغلي بورېل د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل:" یقینا دا خبرونه خورا ډېر د اندېښنې وړ دي."

نوموړي همدار زار زیاته کړې:" مونږ ځینو پېښو سره مخ یو، ځینې واقعیتونه، چې یقینا زه یې د اروپا د پارلمان د پخواني مشر په توګه اندېښمن کړی یم."

ښاغلي کاوني همدا راز ویلي:" دا تورونه خورا زیان رسوونکي دي،‌مونږ یې باید تل ته ځان ورسوو."

ورته وخت کې تري رانتکه چې د اروپا د ګرین بلاک مشري کوي د آغلې کیلي د سملاسي استعفا غوښتنه کړې.

د مېرمن کیلی په دنده کې منځني ختیځ پورې تړلي مسولیتونه شامل دي، نوموړې په تېر کې د قطر مدافع هم پاتې شوې ده.

د اروپا پارلمان د اروپايي‌ ټولنې د جوړېدو یوازینۍ مستقیمه ټاکل شوې لار ده، د پارلمان شاوخوا ۷۰۵ غړي د ۲۷ هېوادونو د رای ورکوونکو له خوا ټاکل شوي چې اروپايي ټولنه جوړوي.

پارلمان کې د جرمني هېواد استازو هم پارلمان کې د فساد پر وړاندې په مبارزې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د "فساد پر وړاندې کلک ولاړ دي" او په دې برخه کې به څېړونکو سره "بشپړه همکاري کوي."