د فرانسې ولسمشر ایران کې روان احتجاج "انقلاب" بللی، وايي، "موږ درسره یو"

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په ایران کې روان حکومت ضد احتجاجونه "انقلاب" بللی او ویلي یې دي چې د اعتراض کوونکو ځپل به د اټومي تړون په اړه هوکړه "لا سخته کړي".

ښاغلي مکرون همدا راز ویلي چې د دغه تړون لپاره یوه نوې تګلاره په کار ده.

د فرانسې ولسمشر دغه څرګندونې په پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې کړي او په ایران کې د روانو اعتراضونو ستاینه یې کړې ده. له ده سره د فرانسې د پوځ مشر هم ولاړ و.

هغه ویلي، اروپايي ټولنه په ایران کې پر ځینو ځانګړو کسانو یو لړ نور بندیزونه هم په پام کې لري او په خبره یې، "موږ څو تنه غواړو چې په ځانګړي ډول د سپاه پاسداران او د رژيم پر ځينو نورو کسانو د فشار راوړلو لپاره هدف لرونکي بندیزونه ولګوو"

ښاغلي‌ مکرون د دې پوښتنې په ځواب کې،‌ چې ایا د دې ملاتړ کوي چې سپاه پاسداران (د ایران انقلابي ځواک) د یوه ترهګریز بنسټ په توګه وپېژندل شي، ده یې په ځواب کې وویل، "په داسې حال کې چې وضعیت په بدلېدو دی، دا داسې یوه موضوع ده چې باید خبرې پرې وشي"

د یادولو ده چې په وروستیو کې فرانسې په ایران کې روانو حالاتو ته ځانګړې پاملرنه په ډاګه کړې او په خپله ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې له یو شمېر ایرانیو ښځينه فعالانو سره هم کتلي وو.

د دغو ښځو له ډلې مسیح علینژاد او لادن برومند هم وې.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوی دا لیدنه غندلې او له ولسمشر مکرون سره په دې لیدنه کې شوې خبرې یې "شرموونکې" بللې دي.

په دې ناسته کې د ښاغلي مکرون خبرې داسې رانقل شوې دي چې د ایران اوسني‌ رژيم په اړه یې ویلي وو، "موږ نه دغه رژيم غواړو او نه یې پرځولو ته لېواله یو. خو هغه ارزښتونه چې تاسې ورته له خپلو سرونو تېر یئ او قربانوئ یې، زموږ ارزښتونه هم دي. او موږ د دغو ارزښتونو په کلکه ملاتړ کوو او د فرانسې دولت ملاتړ به درسره وي"

هماغه ورځ د فرانسې بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا په ایران کې د دوو فرانسویانو د نیول کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د ایران په زندانونو کې د نیول شویو فرانسوي بندیانو شمېر اوو تنو ته ورسېد.

د یادولو ده چې په ایران کې دغه اعتراضونه د مهسا امیني په نوم د پولیسو په توقیف کې د یوې مېرمنې له مړ کېدو وروسته پیل شوي چې خلک ادعا کوي د "نامناسب" حجاب له کبله امنیتي ځواکونو سخته وهلې چې له کبله یې مړه شوې ده.

تر اوسه په دغو اعتراضونو کې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په دې لړ کې د نومبر میاشتې څلورمه تر ټولو وینلړلي ورځ بلل شوې چې لږ تر لږه پکې د ۱۶ اعتراض کوونکو د وژنې پخلی شوی.