د روسیې او کرایمیا ترمنځ یوازینی پول چاودنه کې وېجاړ شوی

روسي چارواکي وايي، د دغه هېواد او د اشغال شوې کرایمیا ترمنځ د تګ راتګ یوازینی پول د یوې لارۍ په چاودنه کې وېحاړ شوی دی.

له چاودنې وروسته هغه ټانکرونو هم اور اخیستی چې تیل پکې بارو و.

د روسیې د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي، په ځايي وخت سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې پر یوه موټر چاودنه شوې چې وروسته یې د اور له امله یوه اورګاډي په ګډون څو موټرو اور اخیستی.

روسي چارواکي وايي، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې په دغه پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.

رپوټونه وايي چې د روسیې ولسمشر ته د دغه چاودنې په اړه مالومات ورکول شوي او د پلټنو امر یې کړی دی.

کرایمیا په ۲۰۱۴ کال کې روسانو له ځان سره یو ځای کړه او اوس همدغه پول په اوکرایین کې د جګړې د اکمالاتو لپاره کارول کېده.

د اوکرایین حکومت مخامخ د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې خو د ټویټر په رسمي پاڼه یې غبرګونه په ډاګه کړی دی.

په یوه ټویټر پيغام کې یې لیکي "هر ناقانانو څیر باید له منځه یوړل شي، هر هغه څه چې له اوکرایین غلا شوي، باید بیرته اوکرایین ته ورکړل شي."

دغه پول د روسیې د ولسمشر ولادیمر پوتین په لار ښوونه په ۲۰۱۸ کې جوړ شوی دی او موخه یې دا بلل شوې وه چې وښيي کرایمیا د روسیې برخه ده.روسیې د اوکرایین جنوبي سیمو ته د همدغه پله له لارې پوځي وسایل، پوځیان او نور توکي لېږدولې دي.

له همدې امله اوکرایین چاروکو دغه ځای قانوني هدف بللی وو او ویلي دي چې کرایمیا به بیرته تر لاسه کوي.

پر کریمیا به هر ډول برید د کریملین لپاره یوه بل سپکاوی وي ځکه په پراخه کچه روسي ځواکونه پکې مېشت دي.

په خواله رسنیو کې اوکراینیان پر دغه برید خوشالي په ډاګه کوي.

په مسکو کې د بي بي سي خبریال سټېف روزنبرګ وايي، د چاودنې انځورونه "ډراماتیک" دي او د مسکو لپاره شرمونکي دي.

ښاغلی روزنبرګ وايي تر اوسه روښانه ده چې مسکو به دغه پېښې ته څه ډول غبرګون وښيي خو د پلټنې او د پول د بېرته رغونې لپاره یې کمیسیون ګومارل شوی دی.

د نوموړي په باور، دغه پول یوازې ستراتیژیک اهمیت نه لري، بلکې د روسیې او کریمیا ترمنځ د نښلېدو یوازینۍ لاره ده.

دغه پول چې اروپا کې تر ټولو اوږد هغه بلل کېږي، نژدې ۲۰ کیلومتره دی.