د کلیفورنیا شمال کې لګېدلی ځنګلي اور په چټکۍ خورېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو کیلفورنیا کې سلګونه اور وژونکي هڅه کوي چې د دغه ایالت شمال کې د لګېدلي ځنګلي اور د خپرېدو مخه ونیسي.
د کلیفورنیا د اوروژنې خدماتو ادارې ویلي د مکیني په نوم دا اور د جمعې پر ورځ د دغه ایالت د شمال سیسکیو کاونټۍ کې لګېدلی او وار له مخه یې ۲۱ زره هکتاره ځمکه سیځلې ده.
چارواکي وایي له دې سیمې له ۲۰۰۰ ډېر کسان چې ځایي اوسېدوکي او سیلانیان دواړه پکې دي، ایستل شوي.
دغه اور اوستوګنیزو کورونو ته هم زیان اړولی دی.
د سیسکیو سیمه کې د کورونو او ځینو نورو تاسیساتو له سوځېدو وروسته بېړنۍ حالت اعلان شوی.
د کلیفورنیا د بېړنیو خدماتو ادارې چارواکو ویلي چې په ځايي وخت تر یکشنبې د دغه اور کنټرولېدو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
د کلیفورنیا شمال کې دا ځنګلي اور داسې مهال لګېدلی چې دا ایالت له دوامداره وچکالۍ کړېږي.
چارواکي وايي وچ موسم او شدیدې تودوخې، چې تاودانه بادونه او تالنده هم ورسره ملګرې ده، د دغه اور پراخېدو سره مرسته کړې.
دوی خبرداری ورکړی چې دغه وچ توپان او برېښنا راتلونکو ورځو کې اورلګېدنه لا پراخولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ځنګلي خدماتو ادارې ویلي چې بادونه په چټکۍ سره د اور لوری بدلوي او دا اور وژونکي له جدي خطر سره مخامخولی شي.
دا تېرو څو ورځو کې کلفورنیا کې دویمه ځنګلي اورلګېدنه ده.
دغه اېالت کې یوسمایت ملي پارک ته څېرمه لګېدلی اور هم له اتو ورځو راهیسې دوام لري. خو چارواکو ویلي چې اوک فایر په نوم دا ځنګلي اور اوس ۶۷ سلنه کنټرول شوی.
د نړۍ د اقلیم بدلون د ځنګلي اورلګېدنو ستر لامل بلل کېږي.










