تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونیسف: د افغان ماشومانو ډېرېدونکې لوږې او خوارځواکۍ اندېښمن کړي یو
ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې 'یونېسف' مسوولین وايي، په افغانستان کې د ماشومانو ډېرېدونکې لوږې او خوراځواکي اندېښمن کړي دي.
د افغانستان لپاره د یونېسف استازي محمد 'اګ ایویا' په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د افغانستان په روغتونونو کې یې ناوسه او محرومې مېندې ولیدې، چې ماشومان یې "د لوږې له لاسه" مري.
نوموړي زیاته کړې، د ماشومانو لوږې او خوراځواکۍ مخه نیول کېدای شي او د ملګرو ملتونو نژدې دوه زره افغان کارپوهان مېندوارو او هغو مېندو ته چې ماشومانو ته شیدې ورکوي، دې لړ کې سلا مشورې ورکوي، خو په وینا یې د وسایلو لږوالي له کبله دا هڅې ټکنۍ دي.
نوموړي د نغدو پیسو لېږد په دې لړ کې مرستندویه چاره بللې.
لوږه، لږ یا ناسم خواړه او ککړې اوبه د ګڼ شمېر افغان ماشومانو د ناروغېدو او خوارځواکۍ لامل دي.
په افغانستان کې دا وروستیو کې د کولرا پېښې هم خورا زیاتې شوې چې د ماهرینو په وینا یو لوی لامل یې د میلیونونو افغان ماشومانو سخته لوږه او خوارځواکي ده.
کلورا د انسان د بدن دفاعي نظام کمزوری کوي، چې په ځانګړې توګه پر ماشومانو ډېر ژر او خورا ناوړه اغېز کوي.
ډېرو ناروغانو کې یې لومړي سر کې علایم هم څرګند نه ښکاري، خو که ناورغي یې سخته شي د ناروغ احتمالي مړینې د خطر لامل هم کېدای شي.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بندیزونو له کبله بانکي نظام ګډوډ شوی، د مالي او اقتصادي مرستو لړۍ یا په ټپه درېدلې او یا له ستونزو سره مخامخ ده.
له دې کبله د عامې روغتیا نورو برخو په څېر د ماشومانو روغتیا او درملنې برخه کې هم ستونزې جوړې شوې.
تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په لر او بر کې د نړیوالو مرستو پر مټ د روغتیا یو پراخ نظام رامنځته شوی و، خو د افغانستان عامې روغتیا پخواني وزیر فیروزالدین فیروز په وینا د هغه وخت افغان حکومت د دې نظام یوازې ''شپږ سلنه'' لګښت پر غاړه اخیست.
ښاغلي فیروز له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو لپاره سړي سر پنځه ډالره مرستندویه هېوادونو د افغانستان عامې روغتیا وزارت له لارې لګښت ورکاوه او پاتې نژدې اویا سلنه لګښت پخپله ولس پرې کاوه.