تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نورستان ځنګله کې اورلګېدنه؛ طالبانو یې وژلو لپاره له چین مرسته وغوښته
د نورستان ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژلو هڅې دوام لري خو لا هم اور نه دی کابو شوی.
د طالبانو حکومت کې د نورستان والي محمد اغا حکیمي بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چې د دوی د کرنې، حوادثو او او چاپېریال ساتنې برخو مسوولان د ځايي خلکو په همکارۍ د دغه اور د کنټرول او وژلو هڅه کوي.
ښاغلي حکیمي وايي دا اور د چارشنبې پر ورځ تر ډېره مهار شوی و، خو پنجشنبه یې د بادونو له کبله لوګي بېرته پراخ شوي.
د نوموړي په وینا ۴۰۰ تر ۵۰۰ ځايي اوسېدونکي د دغه اور کنټرولو کې همکاري کوي او ګواکې له بشري قوې پرته یې د وژلو بله لار نشته، ځکه دې ځنګلي سیمې ته د اور وژنې او نورو موټرونو لار نشته.
هغه بي بي سي ته وویل تر اوسه دقیق ارقام او مالومات نه لري چې دې اور لګېدنه کې څومره ځنګل سوځېدلی دی.
خو ځايي رسنیو د نورو سیمه ییزو چارواکو په حواله د ۱۵۰ او ۲۰۰ هکتارو ترمنځ د ځنګل د سوځېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د پنجشنبې پر ورځ کابل کې د چین سفارت له چارسمبالي "دينګ ينان" سره لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي چې د نورستان ځنګلونو کې د لګېدلي اور وژلو کې عاجله مرسته وکړي.
طالبان وايي ښاغلي "ينان" ورته ویلي چې "غوښتنه به یې سمدستي له خپل حکومت سره شریکه او تر لومړني ارزونې وروسته لازم اقدامات ترسره شي."
د افغانستان ختیځ کې پروت غرنی نورستان په ۲۰۲۰ کال د تېر حکومت پر مهال د افغانستان ملي پارک اعلان شوی.
له دې سره پر خواله رسنیو د "نورستان وژغورئ" هشټګ هم پیل شوی دی.
د خواله رسنیو کارن د طالبانو له حکومت غواړي چې د دغه اور وژلو لپاره هڅې پراخې کړي.
د سجاد نورستاني په نوم خپلواک ژورنالیست لیکلي چې د نورستان اور استوګنیزو سیمو ته رسېدلی، څو کورونه پکې سوځېدلي او ګواکې د وژلو هڅو کې یې شپږ تنه ټپي شوي دي.