دوستم او عطا نور 'د بلخ د ټینګې دفاع' او د طالبانو پر ضد د مقاومت ژمنه وکړه

د افغانستان دوو مهمو سیاسي او پوځي څېرو، د جنبش اسلامي‌ ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ټینګار کړی چې تر وروستۍ شېبې به د بلخ ولایت دفاع کوي او د طالبانو د پرمختګ مخه به نیسي.

د دې دواړو مشرانو د جمعې پر ورځ مزار ښار کې خبریالانو ته وویل، بلخ کې افغان امنیتي‌ ځواکونه او ولسي پاڅونوال چمتو دي چې د طالبانو پر ضد ودرېږي.

دوی دا څرګندونې مزار ښار کې تر یوې مهمې ناستې وروسته وکړې.

په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې عطا محمد نور به د طالبانو پر ضد د مقاومت مشري او مارشال عبدالرشید دوستم به یې څارنه کوي.

غونډه کې همدا راز پرېکړه شوې چې مزار ښار کې د ولایت مقام به د دې مقاومت د قوماندې مرکز وي.

مارشال دوستم ادعا وکړه چې شاوخوا ۲۵۰۰ تجربه لرونکي کسان یې د طالبانو پر وړاندې مقاومت لپاره چمتو کړي‌ او ډېر ژر به وضعیت بدل شي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور خبریالانو ته وویل،‌ د جمعې پر ورځ مزار ښار کې د افغان امنیتي ادارو او د سیاسي ګوندونو استازو په یوه ګډه غونډه کې ژمنه وکړه چې د طالبانو د پرمختګونو پر وړاندې به درېږي.

په ورته مهال د افغان ولسمشر لومړي‌ مرستیال امرالله صالح پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د جمعې پر ورځ‌ کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت جلسه کې پرېکړه وشوه چې د طالبانو پر ضد به درېږي او ملي‌ مقاومت به پیاوړی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو بل جهادي مشر تورن اسماعیل خان د جمعې پر ورځ له خپلو یو شمېر پلویانو او د هرات ځینو چارواکو سره ځان طالبانو ته وسپاره.

طالبانو ویلي، د اسماعیل خان په ګډون دوی ته ور تسلیم شوي ټول دولتي چارواکي خوندي دي او ښه چلن ورسره کېږي.

دې ډلې د هرات،‌ کندهار او ځینو نورو مهمو ولایتونو له نیولو وروسته پر افغان چارواکو او امنیتي کسان غږ کړی چې له جګړې ډډه وکړي او وسله کېږدي.

طالبانو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په ګڼو ولایتونو کې چټک پرمختګ کړی او دا مهال پر نږدې شلو ولایتي مرکزونو د ولکې ادعا کوي.