تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټېک ټاک له ډونلډټرمپ محکمې ته شکایت کوي
د ټيک ټاک په نوم چينايي خواله رسنۍ غواړي د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ له دې کبله محکمې ته کش کړي چې پر دغه اپلېکېشن يې په امریکا کې بندیز لګولی دی.
د ښاغلي ټرمپ د یوه امر پر بنسټ به د سپتمبر میاشتې له نیمايي وروسته هېڅ امریکايي شرکت د ټيک ټاک څښتن بېټ ډانس سره له هر راز راکړې ورکړې یا همکارۍ منع کړای شي.
امریکايي چارواکي اندېښنه لري چې ټېک ټاک د دې خواله رسنیو د امریکايي کاروونکو مالومات د چین دولت ته ورلېږدولی شي. خو بېټ ډانس رد کړې چې ګواکې دوی به داسې څه وکړي.
پر ټېک ټاک په عمومي ډول خلک لنډې وېډيوګانې خپروي او دا خواله رسنۍ په امریکا کې شاوخوا ۸۰ میلیونه فعال کاروونکي لري.
ټېک ټاک وايي، له تېر نژدې یوه کال راهیسې هڅه کوي چې د ښاغلي ټرمپ ادارې سره په اړیکه کې شي خو په خبره يې، له پامه غورځول شوي. ټېک ټاک د ولسمشر ټرمپ ادارې دا کار "حقیقت له پامه غورځول" بللی دی.
د دغه شرکت ویاند ویلي، د ولسمشر ټرمپ اجرايیه امر به په محکمه کې وننګوي.
"د دغه ډاډ تر لاسه کولو لپاره-چې د قانون حاکمیت له پامه نه غورځول کېږي او زموږ د شرکت کارکوونکو سره انصاف کېږي- موږ به د قضايي سېسټم له لارې اجراییه امر وننګوو، ځکه چې له دې پرته بله لار نه لرو".
د بي بي سي خبریال ويوين نانيس وايي، ښايي همدا اوونۍ ټېک ټک دغه حقوقي ګام پورته کړي.
تېره جمعه (زمری ۳۱/ اګست ۲۱) ځينو چينايي الاصله امریکایانو هم د ټرمپ د یوه بل فرمان پر ضد محکمې ته شکایت کړی. د هغه فرمان پر بنسټ ښاغلي ټرمپ یو بل چينايي اېپ "وي چېټ" بند کړی دی.
ټېک ټاک څه وړ خواله رسنۍ ده؟
ټېک ټاک کاریال د لنډو وېډيوګانو د خپرولو یوه خواله رسنۍ ده. په دغه اپلېکېشن یا کاریال کې چې چا اکاونټ جوړ وي، هغوی پکې ۱۵ ثانیهيي لنډې وېډيوګانې خپرولی شي. په وېډيوګانو کې هر څوک خپل شوق او ذوق ته په کتو یا د نڅا او سندرو وېډيوګانې اچوي، څوک پکې فلمي صحنې تمثیلوي او څوک هم پکې پر ځينو تودو سیاسي مسلو طنزونه او نېوکې کوي.
د رپوټونو له مخې ټېک ټاک اپلېکېشن په ټوله نړۍ کې تر یو ميلیاد ډېر ځلې ډاونلوډ شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کوي چې چین د دغه اپلېکېشن له لارې د امریکا حکومت چارواکي پېژندلی، ځای ځایګی يې مالومولی او په اړه يې ځينې مالومات تر لاسه کولی شي او په خبره يې، له دغو شبکو د جاسوسۍ لپاره هم کار اخیستلی شي.
ښاغلي ټرمپ ویلي، په امریکا کې د چينايي اپلېکېشنونو وده او ډېروالی د دغه هېواد "ملي ګټې، بهرنی سیاست او اقتصاد ګواښي".
خو ټېک ټاک وايي، د امریکايي کاروونکو هېڅ ډول مالومات يې چینايي چارواکو ته نه دي ورکړي.
د یادولو ده چې ټېک ټاک تر دې مخکې په امریکا کې له دې کبله هم جریمه شوی و چې د مېندو او پلرونو له خوښې پرته يې هلته تر ۱۳ کلنۍ د کمو ماشومانو شخصي مالومات راټول کړي وو.
دا رسنۍ په هند کې هم ډېر مینه وال لري، خو هلته هم پرې څه موده مخکې له ګڼو نورو چینايي اپلېکېشنونو سره په ګډه بندیز ولګېد.