تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د بدخشان ځایي ګاڼه پخوانی بازار نلري"
د بدخشان ولایت زرګر وايي له ګاونډیو هیوادونو واردېدونکو کم کیفیته خو ظریفو ګاڼو د کورنیو تولیداتو پر بازارنو ناوړه اغېز کړی. دوی وايي حکومت یې د لاسي صنایعو تولیداتو ته پام نه دی کړی، او له همدې کبله په وروستیو کې د زرګرۍ صنعت په لوېدو دی.
بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې د ګرانبیو ډبرو او د سپینو او سرو زرو په څېر فلزونو زېرمي لري، خو هلته زرګر وايي، دا زمینه نه ده برابره شوې چې له دې کاڼو په کافي اندازه ګټه پورته کړي.
فیض اباد کې تر دې څو کاله مخکې د سیمه ییزو تولیداتو د پېر او پلور له ګڼې ګوڼې ډک بازارونه وو، خو اوس یې ځای تر ډېره، له ګاونډیو هیوادونو واردو شویو ګاڼو نیولی.
سیمه ییز کاروباریان يې د ګاڼو جوړولو پرمختللي ماشینونه نه لري او د زرګرۍ ټولې چارې په څټک، سندان او دې ته ورته په نورو ځايي او لاسي الو کوي.
د فیض اباد ښار زرګر وایي، اوس خلک عربي، ترکي او یا تایلنډي ګاڼې خوښوي او د ځایي افغان ګاڼو بازار یې یو څه سوړ کړی.
فیض اباد ښار کې څلوېښت تر پنځوس پورې د زرګرۍ هټۍ دي. د دې هټیو په الماریو کې غاړکۍ، لښتۍ، ګوتمې او نور ډول ډول په لاس جوړې شوې ګاڼه اېښودل شوي.
په دغو هټیو کې له ګرانبیو فلزونو لکه سپینو او سره زرو او ګراببیو ډبرو لکه لال، لاجورد، یاقوت او نور، ډول ډول ګاڼې جوړېږي چې اومه مواد یې د بدخشان له کانونو تر لاسه کېږي.
ځایي زرګر وایي، پخوا به یې یوه ګوتمۍ په درې سوه پلورله، مشتریان به یې خوشاله هم وو، خو اوس چې یې دوه سوه بیه کړي، څوک یې نه اخلي، ځکه له بهره هم وارېدېږي او پېرېدونکي هم نشته.
دوی وايي د زرګرۍ صنعت د ودې لپاره د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري.
د بدخشان د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس حیات الله فرهنګ وايي، له بهرنیو ګاڼو سره سیالۍ او د لاسي صنایعو ودې لپاره باید د زرګرانو وړتیا لوړه شي.
نوموړی زیاتوي، په دودیز ډول په لاس ترسره کېدونکې چارې ډېر وخت ته اړتیا لري او تولیدات یې ګران پرېوزي، نو حکومت باید دغه کسبونه و ارزوي، نیمګرتیاوې یې په ګوته کړي او کارګرو ته باید روزنه ورکړي.